د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون یو شمېر ډاکټران، روغتیایي کارکوونکي، د ژغورنې ټیمونه او د دغې ډلې د هغو عسکرو هڅې ستایلې چې د افغانستان په ختیځ کې یې د زلزلهځپلو لاسنېوی کړی دی.
د طالبانو دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ملا يعقوب د هغو سوداګرو مننه هم کړې ده چې له زلزلهځپلو سره يې مرستې کړې دي. نوموړي د همدې ځانګړي پروګرام په ترڅ کې وويل: «ستاينې لپاره داسې کلېمې نه لرم چې ستاسې هغه مېړانه وښيي، کومه چې تاسې په دې الهي پېښه کې وښودله».
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې دې کسانو ته ستاینلیکونه او نغدي جایزې هم ورکړل شوي. یعقوب مجاهد همداراز د خپل وزارت له رسنیزې برخې هم مننه کړې ده.
د وري پر ۹مه د افغانستان په ختیځ کې د ۶ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه دوه زره او ۲۵۷ کسان مړه او له درز زره او ۵۰۰ نور ډېر بیا ټپیان شول. دې زلزلې تر ټولو لویه مرګژوبله او زیانونه په کونړ ولایت کې خلکو ته اړولي دي. هممهاله یو شمېر بشري سازمانونو دا لوی ناورین بللی او له نړۍوالو مرستندویه ادارو یې غوښتنه کړې چې زیانمنو کورنیو ته باید پراخې مرستې ورسوي.