حافظ عبدالرحمن د پکتیکا له ګومل ولسوالۍ نه د خیبر پښتونخوا تر بنو ولسوالۍ پورې په غرنیو او کږلېچنو لارو او درو کې پوره ۲۵ ورځې تېرې کړې. د بې پیلوټه الوتکو له څار نه پټېدل، کله پلي، کله په موټر کې تګ د دوی پښې تڼاکې کړې وې او سفر خورا ستومانوونکی و.

عبدالرحمن تازه د القاعدې د محلي همکار اخترمحمد خلیل له ډلې سره یوځای شوی و او په یوه ۲۰ کسیز تشکیل کې بنو ته استول شوی و. خو دغه سفر هغو بریدونو ته په پام، چې دوی په بنو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وکړل، ده ته ډېر پام وړ نه و.

د خوست دغه پخواني افغان جنګیالي له را ستنېدو وروسته خپل قوماندان ته وویل، « دوه میاشتې مو تېرې کړې، یوازې دوه ځایه مو ښکار وکړ، په دې ډول خو زموږ ګذاره نه کیږي».

اخترمحمد خلیل په برېتو کې وموسل، «تاسې لږ صبر وکړئ، زر به مو سیف العدل سومالیا ته ولېږي، په جهاد به ماړه شئ».

اخترمحمد خلیل د شمالي وزیرستان د جاني خېل قبیلې غړی دی او د مجلس عسکري په نوم د یوې وسله والې ډلې مشري کوي. د ده ځواک یوازې په قومي تړاو نه دی ولاړ، بلکې د القاعده شبکې له مرستو، وسلو او پیسو هم تغذیه کېږي.

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر۲۵مه، د پاکستان جېټ الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان او ګل بهادر ډلې پر ګڼ شمېر احتمالي پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل، چې یو هدف پکې د عسکري کاروان مشر اختر محمد خلیل و. هغه د القاعدې شبکې او پاکستاني طالبانو ترمنځ د رابط په توګه د ټي ټي پي او ګلبهادر ډلې د مختلفو څانګو د عملیاتو همغږي او لوژستیکي چارې پرمخ وړي. د عسکري کاروان جنګیالي د جنوبي وزیرستان په شوال، سپین کمر، د شمالي وزیرستان نورو سیمو او بنو، په ځانګړې توګه جاني خېلو کې فعال دي.

حقاني شبکې ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «په ۲۰۲۳ کال کې سراج الدین حقاني پر اخترمحمد خلیل شکمن و، چې له داعش سره خواخوږي لري او په همدې هدف یې کابل ته احضار کړی و، خو زر د القاعدې مشر سیف العدل مداخله وکړه او د هغه ضمانت یې وکړ».

خلیل د سیف العدل او د القاعدې د نورو مشرانو نږدې او اعتمادي ملګری ګڼل کیږي، ځکه په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د ضرب عضب پوځي عملیاتو پرمهال، هغه د شوال په سپین کمر کې د القاعدې غړو ته پناه ور کړې وه او وروسته یې له حقاني شبکې سره په همغږۍ د پکتیکا نکې ولسوالۍ او نورو غرنیو سیمو ته انتقال کړل.

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۲۵مه، د پاکستان جټ الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان او ګل بهادر ډلې پر ګڼ شمېر احتمالي پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل، چې یو هدف پکې د عسکري کاروان مشر اخترمحمد خلیل و.

القاعده ۲۴ کاله وروسته

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو ۲۴ کاله اوړي، خو په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو له ۲۰ کلنې ترهګرۍ ضد جګړې وروسته، وضعیت بېرته د ۲۰۰۱ کال بڼه خپله کړې ده. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو بیا واکمنېدو القاعدې، د منځنۍ اسیا جنګیالیو او پاکستاني طالبانو ته، چې په ۲۰ کلنه جګړه کې ددوی متحدان وو، یوځل بیا په افغانستان کې د استوګنې، مراکزو جوړولو، مدرسې چلونې او جلب او جذب لاره پرانېستې ده.

د ملګرو ملتونو د څار ټیم د رپوټ له مخې، القاعدې په افغانستان کې اته روزنیز مرکزونه، پنځه مدرسې او د وسلو ګودام پرانېستی او غړي یې د افغانستان او ایران ترمنځ په اسانه تګ او راتګ کوي. د یاد ټیم د ۲۰۲۴ کال او له دې وړاندې رپوټونه ښيي چې دې شبکې په نورستان، زابل، هلمند، غزني، ارزګان، پروا ن او لغمان کې هم رونیز مرکزونه پرانېستي او د حکیم المصري په نوم د القاعدې یو مشر د پاکستاني طالبانو لپاره ځانمرګي بریدګر روزي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې شبکې تازه د وزیرستان لپاره د بنګله دېش یو اوسېدونکی د مسوول په توګه ټاکلی او وخت ناوخته جنوبي وزیرستان ته سفرونه کوي.

د القاعدې نا اعلان شوي مشر سیف العدل د ۲۰۲۴ کال په جون کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې «افغانستان ته لاړ شي، د طالبانو له تجربو زده کړه وکړي او بیا پر لویدیزو او « صهیونستي» هدفونو بریدونه وکړي».

د شنونکو په باور، سیف العدل د القاعدې په جګپوړو مشرانو کې د داسې کس په توګه پېژندل کیږي، چې دغه شبکه یې د جنګیالیو له دودیزې شبکې نه په یوې ویروونکې او مرګونې شبکې بدله کړې ده. د ۲۰۱۱ کال په می کې د بن لادن له مرګ وروسته ایمن الظواهري د القاعدې د شورا له بیعت پرته د دې شبکې مشري پرغاړه واخسته او په دې توګه یې پخواني مصري کمانډو سیف العدل ته چې ده ته خورا نږدې و، لاره پرانېسته چې اعتبار او وفاداري یې څوک تر پوښتنې لاندې رانه ولي.

سیف العدل له ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۱۰ کال پورې په ایران کې کله ازاد او کله تر څار لاندې ژوند کاوه او د همدغه کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د ایران د سپاه پاسداران مامورانو د افغانستان د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي په بدل کې حقاني شبکې ته وسپاره. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تبادلې په مذاکراتو کې حقانیانو او د طالبانو جګپوړي قوماندان عبدالقیوم ذاکر ټاکونکی رول درلود.

د القاعدې د ۱۷۰ جګپوړو مشرانو په نوملړ کې بن لادن لومړی کس او سیف العدل اتم کس ګڼل کېده. هغه بن لادن ته له یمن نه تر سومالیا او ایران پورې په ټولو سیمو کې د القاعدې د پراخولو، تنظیم او فعالیت د څار په برخه کې، خورا نږدې او اعتمادي کس و.

د حافظ عبدالرحمن په وینا، « د سیف العدل جنګي سابقې ته په پام داسې ښکاري چې هغه به خپله تیت او پاشلې شبکه یوځل بیا ورغوي او له سومالیې نیولې تر عراق، یمن اوسوریې به رېښې وغځوي».

هغه په سومالیا کې د القاعدې په ماموریت کې په سترګه او لاسونو ټپونه خوړلي، ځیرک او هوښیار سیاستوال، خو په خوی او خلق کې تریخ بلل کیږي. د القاعدې د غړو او له هغوی سره د همکارو قبایلي او افغان جنګیالیو له څرګندونو داسې ښکاري، چې سیف العدل سومالیا ته د خپل نوي جګړه ییز محاذ په سترګه ګوري. هغه په سومالیا کې د جګړې تجربه او د القاعدې هسته لري. په سوریه کې د القاعدې د اشر ستراتیژۍ دا ډله په نورو بې ثباته اسلامي هېوادونو کې هم بري ته خوشبینه کړې ده.

د القاعدې د ۱۷۰ جګپوړو مشرانو په نوملړ کې بن لادن لومړی کس او سیف العدل اتم کس ګڼل کېده.

افغانستان ته د القاعدې د هستې را ګرځېدل

د طالبانو دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ایمن الظواهري او سیف العدل دواړه په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو له جګپوړي قوماندان قیوم ذاکر سره له پاکستان نه هلمند ته لاړل او کله چې کابل ونیول شو، د الظواهري او سیف العدل د سمبالښت او امنیت چارې حقاني شبکې پرغاړه واخېستې. سیف العدل کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته لومړی په پکتیکا کې اوسېده خو کله چې د ۲۰۲۲ کال په جون او جولای میاشتو کې د پکتیکا په ګیان او برمل او د خوست په سپیره ولسوالیو کې زلزلې وشوې، دې سیمو ته ګڼو کورنیو او بهرنیو خبریالانو سفرونه پیل کړل او سیمې ته مرستندویه موسسې لاړې، سیف العدل او ددې شبکې نورو مشرانو ځانونه خوندي محسوس نه کړل او کونړ او نورستان ته لاړل.

په نورستان کې د ګوجرو قبیلې یو شمېر جنګیالي او یو شمېر سلفیان چې په وزیرستان کې یې له القاعدې سره ښې اړیکې درلودې، او په کامدیش او نورو سیمو کې یې د امریکايي ځواکونو خلاف د القاعدې په جګړو کې برخه اخستې وه، په افغانستان کې د القاعدې د پوځي عملیاتو مسوول مصطفی ابو یزید نږدې همکاران وو. ګوجر د کونړ ولایت په دانګام، نورستان او د بدخشان په کشم او اشکمش ولسوالیو کې اوسیږي. دوی د دغو جګړویو فلم جوړ کړی و چې نورستان نمبر۴ نومېده. ددغه فلم مصرف هم ابو یزید ور کړی و.

د سپټمبر پر لومړۍ نېټه د نورستان د نور ګرام ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ګوجر قبیلې اړوند ځینې کسان د طالبانو د نورستان والي قاري زین‌العابدین عابد په مرسته د ځايي اوسېدونکو ځمکې غصبوي. عابد له دې وړاندې په لغمان کې د القاعدې جنګیالیو کوربه توب کاوه، خو محلي سرچینې وايي، چې نوموړی د القاعدې په سپارښتنه غواړي د ګوجر قبیلې کوچیانو ته په سیمه کې ځای ور کړي.

په خوست او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « سیف العدل د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو جګپوړي قوماندان مولوي عبدالقیوم ذاکر ته ۱۵۰ موټر وپېرل چې له هغه سره یې د جګړې په شدت او د خپل نفوذ د ساحې په ډیرولو کې زیاته مرسته وکړه. هغه وروسته عرب جنګیالي هم ورکړل، چې ډېری یې په پنجشیر ولایت کې جنګېدل».

د پکتیکا په ارګون کې د وسلو دوو سوداګرو په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په خوست، پکتیا، کونړ او نورستان کې د القاعدې شبکې له مالي لګښتونو داسې برېښي چې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته دوی په لویه کچه مالي امکانات ترلاسه کړي دي. یا لږ ترلږه توانېدلي چې خپلو بندو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.

د وسلو د سوداګرو په وینا، د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر نه د ۲۰۲۲ کال تر پایه سیف العدل د القاعدې شبکې ټول هغه پورونه چې په افغانستان او پاکستان کې د وسلو تاجرانو پرې درلودل، ادا کړل.

القاعدې له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د شمالي او جنوبي وزیرستان د وسلو له مارکېټونو ، د سیالکوټ او ګوجرانوالې له فابریکو او افغان او پاکستاني وسله خرڅوونکو او قاچاق کوونکو ګڼې وسلې، په ځانمرګو او موټربم بریدونو کې کاریدونکي توکي او بارود پېرلي وو.

د القاعدې غړو، چې په خوست او پکتیکا کې د تحریکیانو په نامه یادیږي او له سیمه ییزو خلکو سره یې لهجه او څېره ډېره کمه د توپیر وړ ده، پاکستاني طالبانو ته د افغان طالبانو له ډلګيمشرانو پرمختللې او لایزري دوربین لرونکې وسلې واخستې. په خوست کې د سي ای اې د صفري قطعاتو اکثریت وسلې د جنګیالیو ترمنځ ووېشل شوې.

القاعدې شبکې د دغو وسلو او غنیمتونو د خرڅلاو پرمهال، د ټي ټي پي جنګیالیو هر ګروپ ته لس امریکايي ایم فور، ایم ۱۶ او پر هغو د پاسه تړل کېدونکي Plusar Thermal Opticsدوربینونه، او نور Night vision items وپېرل چې د هر Plusar Thermal Optics بیه له ۱۴۰۰ ډالرو نه تر ۶۱۵۴ ډالرو پورې کېده. ځینې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې وپېرل شول. دغه راز ایم فور ټوپک یې د هغو کیفیت ته په پام له ۱۵۰۰ ډالرو نه تر ۳۰۰۰ او تر دې ګرانه قیمت وپېرل.

د وسلو یوه سوداګر، چې له نومښودنې یې ډډله کوله، وویل، « دغه پېر او پلور ټول په یورو کرنسۍ کیده، چې د خوست په صرافیو کې په افغانۍ تبادله کیدې».

القاعدې مولوي عبدالقیوم ذاکر ته ۱۵۰ موټر وپېرل چې له هغه سره یې د جګړې په شدت او د خپل نفوذ د ساحې په ډیرولو کې زیاته مرسته وکړه.

دې شبکې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ، جماعت انصارالله او ایغوري جنګیالیو ته چې د غنیمت مال کم ور رسېدلی و، نوي پک اپ موټر، نوې وسلې، شپې لید دوربینونه او نور پرمختللي جنګي وسایل وپېرل.

حقاني شبکې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د عربو جنګیالیو او هغو کورنیو لپاره چې سرپرستانو یې په افغانستان کې پر امریکايي اډو ځانمرګي بریدونه کړي، د کورونو جوړولو پروګرام پیل کړ، چې دمګړۍ د خوست په ښار، نادرشاه کوټ ولسوالۍ، مندوزیو ولسوالۍ او د خوست ۱۲۰۰ فامیلیو کې عملي کیږي او ځینې یې عملي شوي. د سرچینو په وینا، ددې کورونو مصارف د القاعدې شبکې له خوا ورکول کیږي.

په پکتیکا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پکتیکا د پڅې مېلې او دوه منده ولسوالیو تر منځ د خلکو د رضایت خلاف یوه نوې لاره جوړه شوه، چې هلته میشت د ټي ټي پي جنګیالي خوست او کابل ته اسان تګ او راتګ وکړای شي. دغه راز د خوست د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا د مداخېلو ترمنځ د سړک اته میلیونه افغانۍ لګښت، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پرغاړه اخېستی و، په پټه د القاعدې شبکې له خوا ورکړل شوی.

د جګړې د مثلث پټ تړون

د حافظ ګل بهادر د ډلې اړوند یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ۲۰۱۳ کال کې افغان طالبانو د شمالي وزیرستان په میرعلې کې له پاکستاني طالبانو او القاعدې سره یو تړون لاسلیک کړی، چې د اسلامي امارت له بېرته واکمنېدو وروسته به کابل له دوی سره د جهاد په داعیه او په پاکستان کې د شرعي نظام له ټینګېدو سره مرسته کوي.

پر دغه تړون سراج الدین حقاني، د ټي ټي پي مشرتابه، د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري، حافظ ګل بهادر، صادق نور داوړ او د پاکستاني طالبانو نورو مشرانو لاسلیکونه کړي دي.

سرچینه وايي، «د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د خوست ولایت په سپیره ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو له هوايي بریدونو وروسته چې کله اسلام اباد پر افغان طالبانو فشارونه ډېر کړل، د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستاني طالبانو مشران او د شمالي وزیرستان د اتحاد المجاهدین شورا مشر حافظ ګل بهادر چې هغه مهال د کابل په شکردره ولسوالۍ کې اوسېده، راوغوښتل او له دوی یې وغوښتل چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي». خو د سرچینې په وینا، حافظ ګل بهادر ، چې په وزیرستان کې یې د حقاني شبکې او القاعدې لپاره یو ملاتړی چتر جوړ کړی و، ملا یعقوب ته د ۲۰۱۳ کال د میرعلې تړون سند ور وښود، چې له بهرنیو جنګیالیو سره د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار کوي.

په دغه سند کې افغان او بهرنیو جنګیالیو توافق کړی چې دوی د افغانستان د اسلامي امارت د احیاء لپاره له افغان طالبانو سره یوځای د افغان حکومت، ناټو او امریکايي ځواکونو خلاف جنګیږي، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته به افغان طالبان د دوی بالمثله همکاري کوي.

دې مسالې د ملا برادر په شمول د طالبانو هغه مشران هیښ کړل، چې له نړیوالې ټولنې سره یې د ښو اړیکو او بهرنیو جنګیالیو ته د پناه نه ورکولو ژمنې کړې وې. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه رپوټ له مخې، ملا برادر د ایمن الظواهري له مرګ وروسته د کورنیو چارو وزیر ته په یوه غونډه کې وویل، چې «ایمن الظواهري ته په پناه ورکولو سره مو زه نړیوالې ټولنې ته دروغجن کړم». خو سراج الدین حقاني په ځواب کې ورته وویل، چې «الظواهري ته په کابل کې مېلمستون د ملا هیبت الله اخوندزاده په موافقه ورکړل شوی و».

د الظواهري له مرګ وروسته حقاني او ملا یعقوب کابل د القاعدې د مشرانو لپاره خوندي ونه باله او له هغوی نه یې وغوښتل، چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو او هغو سیمو کې استوګنه غوره کړي، چې له کورني او نړیوال څار نه لرې او منزوي سیمې وي.

سیف العدل بن لادن ته له یمن نه تر سومالیا او ایران پورې په ټولو سیمو کې د القاعدې د پراخولو، تنظیم او فعالیت د څار په برخه کې، خورا نږدې او اعتمادي کس و.

د نړیوالو سرچینو د رپوټونو له مخې، په کونړ کې القاعدې خپل پوځي غونډ کتیبه عمر فاروق بېرته پرانېستې چې مشري یې ابو اخلاص المصري، او مرستیالي یې ابوحمزه القطاني کوي. ددې کتیبې نور غړي شیخ عبدالحکیم المصری، قطال الحجازي، ابو بصیر او ابو یوسف دي چې د القاعدې، جماعت انصارالله، او پاکستاني طالبانو جنګیالي پکې روزل کیږي.

د ملګرو ملتونو رپوټونه او د القاعدې اړوند فعالیتونو د شنونکو ارزونو نه داسې ښکاري چې د سیف العدل په مشرۍ القاعده شبکه د خپلې نوې جنګي تګلارې له مخې، چې د سوریې د جګړو تجربو ته په کتو د «اشر ستراتیژي» نومول کېدای شي، افغانستان د پټنځي، روزنې، قوماندې، مدیریت، لوژستیک او مالي سرچینو د مرکز په توګه کاروي، خو د جګړې ساحه غواړي د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو ملګرو له لارې له افغانستان نه بهر نورو هغو بې ثباته هېوادونو ته وغځوي، چې له وړاندې هلته د القاعدې شبکې رېښې دي.

نور خبرونه

رادیو