طالبانو په کراچۍ کې د افغان کډوالو اندېښنې د پاکستان له امنیتي چارواکو سره شریکې کړې

۴ ورځې مخکې

د پاکستان په کراچې ښار کې د طالبانو کونسلګرۍ ویلي، چې په دغه ښار کې د دوی کونسل عبدالجبار تخاري د سند ایالت د پولیسو له مشر سره کتلي او د افغان کډوالو اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

د دغه کونسلګرۍ له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالجبار تخاري د شپې له‌خوا د افغانانو د پراخې او بې‌ځایه نیونې په اړه اعتراض کړی او په دې برخه کې یې د ګټورو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پولیسو مشرتابه ورسره د همکارۍ ژمنه کړې؛ خو په دې تړاو یې جزییات نه‌دي ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي تخاري دارنګه په یاده لیدنه کې د افغانانو د باعزته ستنېدو او په سند ایالت کې د افغان کډوالو لپاره د قانوني استوګنې د حل لارو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې دواړه خواوو د کډوالو د تدریجي لېږد لپاره د یوې تګلارې په جوړولو هم هوکړه کړې او د سند پولیسو مشر په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې او د رسمي شمېرو له مخې یوازې تېره ورځ نږدې دوه نیم زره کسان له دغه هېواده بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

نور خبرونه

رادیو