نتنیاهو: پر قطر د اسراییل بمبارۍ په افغانستان کې د امریکا له بمبارۍ سره هېڅ توپیر نه درلود

۴ ورځې مخکې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د قطر پر پلازمېنې دوحې د اسراییل هوايي بریدونه د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې وروسته د امریکا له خوا پر افغانستان د بریدونو سره پرتله کړی او زیاته کړې یې ده، چې پر قطر د اسراییل بمبارۍ په افغانستان کې د امریکا له بمبارۍ سره هېڅ توپیر نه درلود.

بنیامین نتنیاهو ویلي، لکه څنګه چې امریکا د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان کې القاعده وځپله، همداسې اسراییل هم په قطر کې د حماس مشران په نښه کړل. نوموړي دغه برید یو «مشروع اقدام» وباله.

هغه د ۲۰۲۳کال د اکټوبر ۷مې پېښې ته په اشارې سره زیاته کړه: «موږ خپل ۱۱سپټمبر لرو. هغه ورځ چې تر ټولو خونړی وحشت د یهودي ولس پر وړاندې ترسره شو.»

لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې د امریکا په څېر اسراییل هم د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره د سخت دریځه «اسلامپاله ترهګرو» د له منځه وړلو حق لري.

نتنیاهو پر قطر کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل:«دغه هېواد ترهګرو ته پناه ورکوي، مالي مرسته ورسره کوي او د حماس مشران په مجللو ماڼیو کې ځای پر ځای کوي.»

هغه د نړۍوالو نیوکو په ځواب کې وویل: «کله چې امریکا اسامه بن لادن وواژه، نړۍ یې ستاینه وکړه. نن باید هم اسراییل د همدې اصولو د عملي کولو لپاره وستایل شي، نه دا چې وغندل شي.»

نتنیاهو په خپلو څرګندونو کې قطر او نورو هېوادونو ته ګواښ وکړ، چې که د حماس مشران له خپلو خاورو ونه باسي او عدالت ته یې ونه سپاري، نو اسراییل به خپله دغه کار ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو