متقي په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر سره د مخه ښې ناسته کړې

۴ ورځې مخکې

کابل کې د متحده عربي امارات سفیر عیسی سالم محمد الظاهري د کار موده پای ته ورسېده. نوموړي نن په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) پر اېکس پاڼې لیکلي چې په دې لیدنه کې امیرخان متقي د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د الظاهري د ماموریت دوره یې وستایله .

د متحده عربي اماراتو تلونکي سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللې دي او هیله یې څرګنده کړې چې دوه اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.

نور خبرونه

رادیو