تېره ورځ نږدې ۲۳۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

۴ ورځې مخکې

طالبان وایي، چې یوازې پرون (سې‌شنبه د وږي ۱۸مه) د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو ۲۲۹۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، انګورو اډې، بهرامچې او اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړی، چې پرون ۳۵۰۰ افغانان چې د پي او ار کارټونه یې لرل؛ افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د تېرې اګسټ میاشتې څخه تر پرونه څه باندې ۹۲زره افغان کډوال چې د پي او ار کارتونه یې لرل، افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلو چارو ادارې زیاته کړې ده، چې د افغانانو د ستنولو لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم روانه وي.

په وروستیو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې، چې د شمېرو له مخې یوازې په وروستیو څو میاشتو کې له دوه نیم مېلیونو څخه زیات کډوال ستانه شوي او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

نور خبرونه

رادیو