د کونړ ناورین

تاجکستان په افغانستان کې زلزله‌ځپلو ته ۳زره ټنه بشري مرستې واستولې

۶ ورځې مخکې

تازه د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی، چې د افغانستان ختیځو سیمو کې زلزله‌ځپلو ته یې څه باندې ۳زره ټنه بشري مرستې استولې دي. د تاجکستان دولت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په لارښوونه افغانستان ته استول شوې دي.

افغانستان ته د تاجکستان له لوري د مرستو په استول شویو کاروانونو کې اوړه، غوړي، بوره، وریجې، کمبلې، خېمې، کالي او د ماشومانو، ځوانانو او لويانو لپاره بوټان شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ زیانمنو سیمو ته یې ودانیز توکي هم استولي دي.

نور خبرونه

رادیو