په بغلان ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ وشوې

۵ ورځې مخکې

په بغلان ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ وشوې. د بغلان ولایت د سپورټ برخې ځايي مسوولین وایي، چې دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو ترمنځ وشوې او د هدایت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه لوبې چې په‌کې ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه، له څو ورځو راهیسې د مرکزي بغلان په ورزشي لوبغالي کې روانې وې. د سیالیو په پای لوبه کې د ځوانانو لوبډله له هدایت لوبډلې سره مخامخ شوه، چې هدایت لوبډلې لوبه وګټله او د دغه سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

نور خبرونه

رادیو