د احمدشاه مسعود د ۲۴م تلین په مناسبت یوه انلاین غونډه کې د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو د طالبانو پر وړاندې د مبارزې د دوام تر څنګ د مخالفو جریانونو ترمنځ د اختلافاتو پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او یې ویل، د داخلي نفاق دوام د مقاومت پر کمزورتیا او د طالبانو پر پیاوړتیا تمامېږي.
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپله وینا کې وویل، چې طالبان د «جګړې روایت» د تحریف هڅه کوي او غواړي د مخالفانو ترمنځ واټن او داخلي شخړې رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړه: «دوښمن هغه وخت بریا ته رسېږي چې موږ د یو بل پر ضد ودرېږو. زموږ دنده د ازادۍ لپاره مبارزه ده؛ ماتې او تسلیمېدو ته هېڅکله غاړه نه ږدو. هېڅ ډول وحشت دوام نه کوي، د طالبانو وحشت هم حتمي پای ته رسېږي.»
په همدې مجازي ناسته کې عبدالرشید دوستم په یوه پیغام کې ټینګار وکړ، چې د طالبانو پر ضد مبارزه باید تر پایه روانه وساتل شي.
هغه وویل: «مړینه په بستر کې زما لپاره ننګ او شرم دی. طالبان باید پوه شي چې د استبداد عمر لنډ دی او یوه ورځ به د ملت په اراده تسلیمېږي.»
بلخوا، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل، د طالبانو ضد جریانونو ترمنځ د یووالي جدي اړتیا ده.
محقق وویل، چې سیاسي ډلې باید یو بل ومني او د شخصي اختلافاتو پر ځای د افغانستان د راتلونکي لپاره ګډه تګلاره غوره کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر مرستیال سرور دانش په خپلو خبرو کې د راتلونکي لپاره له ژور فکر او عملي حللارې پرته د احتمالي کړکېچونو په اړه خبرداری ورکړ.
هغه وویل: «که له طالبانو وروسته د افغانستان په اړه اساسي فکر و نه شي، ممکن سبا ورځ د مجاهدینو د بریا او د ۲۰۰۱ کال د بن ناستې د پایلو په څېر تکرار شي.»
د ناستې په اوږدو کې د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي د احمدشاه مسعود د میراث پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «له هرې تېرېدونکې ورځې سره د احمدشاه مسعود ځای او حقانیت لا نور هم روښانه کېږي.» هغه د طالبانو د پلویانو هغه ادبیات په کلکه وغندل چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې مخالفینو ته د دوښمنۍ او سپکاوي لپاره خپروي او هغه یې د افغاني کلتور پر ضد وباله.
په دغه مجازي ناسته کې ټولو ویناوالو په یوه خوله ټینګار وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه به تر هغه دوام وکړي څو افغانستان د ازادۍ، ثبات او ډېموکراسۍ خاوند شي. دوی د نړۍوالې ټولنې پر ملاتړ هم غږ وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان د خلکو غږ باید په نړۍوالو بحثونو کې جدي واورېدل شي.