د نیپال صدراعظم د پوځ د مشر په غوښتنه استفعا کړې

۵ ورځې مخکې

د نپال صدراعظم کېپي شرما اولي د سې شنبې په ورځ د ډېرېدونکو لاریونونو په پایله کې استعفا ورکړه.

د استعفا په لیک کې اولي ویلي چې د ستونزې د حل او سیاسي لارې چارې د اسانتیا لپاره ګام پورته کوي. سرچینې وایي چې اولي پلان لري په دوبۍ کې پناه واخلي.

په نیپال کې مظاهرې د دویمې ورځې لپاره هم روانې وې، سره له دې چې حکومت اعلان کړی و پر ټولنیزو رسنیو یې بندیز لرې کړی دی.

مظاهره‌چیانو د اولي د لرې کولو او د حکومت د منحل کیدو غوښتنه کوله.

په دغو مظاهرو کې د دوشنبې په ورځ ۲۰ کسان ووژل شول او له ۲۵۰ زیات ټپیان شول.

نور خبرونه

رادیو