اروپايي ټولنې د افغانستان د ماشومانو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره ۶مېلیونه یورو ځانګړي کړي دي

۶ ورځې مخکې

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې «د ماشومانو د ژغورنې» سازمان سره يې د ۶ مېليونه يورو په ارزښت تړون لاسليک کړی دی. د دغه مرستې موخه دا ده، چې د افغان نجونو او هلکانو لپاره خوندي، پراخ بنسټه او باکيفيته ښوونیز فرصتونه برابر شي.

دغه پروژه چې د ۳۶ مياشتو په موده کې به عملي شي، پر درېیو بنسټیزو اړخونو تمرکز کوي: د ماشومانو خوندي زده‌کړو ته زمینه برابرول، د هغوی د بنسټيزو ښوونیزو او ټولنيزو عاطفي مهارتونو پياوړي کول او په زده‌کړه کې د ټولنې تلپاتې ونډې زیاتول.

د اروپايي ټولنې نوې بودجه به تر ډېره بریده هغو ماشومانو ته ځانګړې شي، چې له زده‌کړو پاتې او يا معلول شوي دي؛ دغه ډول به د ماشومانو ټولنيزو مهارتونو پياوړتیا ته هم پام وشي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهر وويل: «دغه مالي مرسته د افغانستان له ماشومانو سره د اروپايي ټولنې د کلک هوډ او ژمنې ثبوت دی. موږ باور لرو، چې باید هر ماشوم ته له جنسيتي توپير پرته د خوندي او پراخ بنسټه زده‌کړو زمینه برابره شي.»

اغلې ویرونيکا زياته کړه، د نجونو زده‌کړو ته د پام اړولو نوښت يوازې د ښوونیزو فرصتونو د ښه کېدو لامل نه کېږي؛ بلکې د يوه ملت د هوساينې لپاره هيلې راټوکوي، دغه ډول دا لوستی نسل د هېواد د روښانه راتلونکي کیلي ده.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان مشر بیا ويلي: «موږ ژمن يو، چې د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ او ساتنې لپاره به هر ډول هڅه کوو؛ ځکه هر ماشوم حق لري، چې د خپل استعداد د غوړېدا زمینه ورته برابره شي.»

هغه زياته کړه، چې د ماشومانو د ژغورنې سازمان به د ملي او نړۍوالو ادارو، ټولنو او کورنيو سره په ګډه همکارۍ د ښه کیفیت لومړنيو زده‌کړو زمينه برابره کړي؛ په تېره بیا د نجونو، معلولو ماشومانو او هغو ماشومانو لپاره چې د زده‌کړې زمینه ورته نه وي برابره شوې.

نور خبرونه

رادیو