د ماشومانو د ژغورنې سازمان: زلزلې زرګونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ کړي

۵ ورځې مخکې

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې وروستیو زلزلو شاوخوا ۳۷ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۱۰ زره امېندوارې او شیدې ورکونکې مېرمنې د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ کړې دي.

په دې اړه د ماشومانو د ژغورنې سازمان خبرداری ورکړی، چې په زلزله‌ځپلو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو ویجاړېدو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
د مرستندویو بنسټونو د یوې شبکې د راپور له مخې، په زیانمنو سیمو کې څه باندې ۹۱زره کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. یوازې د هېواد په ختیځ کې لږ تر لږه ۱۶ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او یو یې په بشپړه توګه نړېدلی دی.
سربېره پر دې، سږکال د نړۍوالو مرستو د کموالي له امله شاوخوا ۸۰ کلینیکونه او ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې د افغانستان د ختیځ د ټولو روغتیايي مرکزونو نږدې ۹ سلنه جوړوي، تړل شوې دي. دغه وضعیت شاوخوا ۵۶۴ زره کسان اغېزمن کړي دي.
د راپورونو پربنسټ، په ټول افغانستان کې نږدې ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه د بوديجې د کموالي له امله تړل شوي يا يې فعالیتونه درېدلي دي، چې له امله یې شاوخوا ۳ میلیونه کسان له حیاتي روغتیايي خدمتونو څخه بې‌برخې شوي دي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان یوې مدیرې سمیرا سعید رحمان وای: «د ماشومانو خوارځواکي همدا اوس په افغانستان کې یو ملي بېړنی وضعیت دی. زلزله دغه کړکېچ لا پسې ژوروي او د بوديجې کموالی د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره د خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو د کمېدو معنا لري.»
د یادولو ده، دغې زلزلې چې تر اوسه شاوخوا ۲۲۰۰ کسان مړه کړي، پکې ۷۵۰ ماشومان هم شامل دي او په داسې حال کې رامنځته شوې چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له عمومي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی. له دې سره، نږدې ۵ میلیونه ماشومان چې د افغانستان شاوخوا ۲۰ سلنه ماشومان جوړوي، د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي. اټکل کېږي، چې یوازې په روان کال کې ۳.۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ ځورېږي.

نور خبرونه

رادیو