ایراني چارواکي: په ځينو ورځو کې له ایرانه افغانستان ته تر ۳۰زره ډېر افغانان ستانه شوي

۶ ورځې مخکې

د ایران د خراسان رضوي ولایت د کډوالو عمومي مدیر جعفر سیدابادي وایي، که څه هم اوس په ایران کې افغانان کم شوي؛ خو مخکې داسې هم پېښ شوي، چې په یوه ورځ کې د دوغارون له لارې افغانستان ته تر ۳۰ زرو ډېر افغانان ستانه شوي دي.

هغه ویلي: «موږ د بې‌اسناده افغان کډوالو اېستلو پر مهال د هغوی انساني کرامت ته پوره پام کوو.» هغه زیاته کړې، چې د ایران په ۱۱ ولایتونو کې مېشت افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته اېستل کېږي.

په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازي شتيفان پریزنر هم ویلي، چې د دوغارون له لارې افغانستان ته د بې‌اسناده افغان کډوالو ستنولو پر مهال د هغوی انساني کرامت په پام کې نیول کېږي؛ خو افغان کډوال بیا وايي چې له هغوی سره ناوړه چلند شوی دی.

اېرنا خبري اژانس دوشنبه (د وږي ۱۷مه) په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازي شتيفان پریزنر د شنبې په ورځ د دوغارون پر پوله د افغان کډوالو ستنولو پر مهال وویل: «نړۍوال سازمانونه له ایرانه د بې‌اسناده افغان کډوالو اېستلو بهیر له نږدې څاري.»

که څه هم ایراني چارواکي وايي، چې له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال د هغوی انساني کرامت ته پام کېږي؛ خو له ایرانه ستانه شوي افغانان بیا وايي، چې له دوی سره د اېستلو پر مهال زور زیاتی او سپک چلند شوی او ان دا چې شکنجه شوي دي. افغانستان انټرنشنل ته له رسېدلو ویډوګانو څخه څرګندېږي، چې د اېستلو لړۍ پرمهال اسناد لرونکي افغانان هم نیول شوي او په زور شړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو