ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د حساب ورکولو لپاره نور انتظار نه شي کېدای

۶ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب‌ ورکولو لپاره د بېړنيو ګامونو اخیستل اړین دي او نور باید د دې مسلې ځنډېدو ته لاره هواره نه شي.

نوموړي په خپلو تازه څرکندونو کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له سیسټماټیکو ځورونو سره مخ دي او د نورو ټولنیزو ډلو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې هم په بشپړ ډول په بې‌پروايي او معافیت سره روانې دي.

بېنېټ زیاته کړې: «زه د بشري حقونو له شورا غوښتنه کوم چې د یوې خپلواکې څېړنیزې کمېټې د جوړېدو پرېکړه وکړي، څو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په سمه او اغېزمنه توګه وڅېړل شي. دغه میکانیزم باید د جرمونو نړۍوالې محکمې «ای سي سي» د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» او زما د راپور ورکوونکي ماموریت متمم وي.»

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تعلیم، کار او عامه ژوند په ټولو برخو کې د محدودیتونو دوام یو ډول سیسټماټیک ظلم ګڼل کېږي. نړۍوالې ټولنې پر طالبانو نیوکه کړې، چې د ښځو د حقونو په برخه کې هېڅ ژمنې ته پابند نه دي پاتې شوي.

ریچارډ بېنېټ ویلي، چې که د بشري حقونو سرغړونې له پامه وغورځول شي، نو دا به نه یوازې د قربانیانو د دردونو د زیاتېدو سبب شي، بلکې د معافیت کلتور به لا پیاوړی کړي.

د هغه په وینا، د خپلواکې څېړنیزې کمېټې جوړېدل کولی شي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه کره اسناد او شواهد برابر کړي، څو د نړۍوالو عدلي پروسو لپاره بنسټ کېښودل شي.

د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په وروستیو کلونو کې د نړۍوالو جدي اندېښنه ګرځېدلې ده. د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه، د بیان د ازادۍ پر ضد کړنې او د لږکیو پر وړاندې فشارونه هغه مسایل دي، چې نړۍواله ټولنه یې د څېړنې او حساب‌ ورکونې غوښتنه کوي.

ریچارډ بېنېټ په ټینګار سره ویلي: «په افغانستان کې د حساب‌ ورکولو لپاره نور انتظار نه شي کېدای.»

نور خبرونه

رادیو