د پښتونخوا د بنو په پېښه کې له پنځو ځانمرګو بریدګرو څخه درې یې افغانان دي

۷ ورځې مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بنو په برید کې د پنځو ځانمرګو بریدګرو څخه درې هغه یې افغانان دي. دغه بریدګرو په بنو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوې اډې برید کړی و.

سرچینو د دغه افغان بریدګرو نومونه عبدالعزیز مشهور په قاصد مهاجر، شبیراحمد مشهور په بلال مهاجر او نجیب مشهور په حذیقه ښودلي دي.

د امنیتي چارو باوري سرچینو د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه بریدګرو کې شبیر احمد چې په مولوي بلال مهاجر مشهور دی؛ د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د سرچینو په وینا؛ نجیب‌الله چې په حذیقه مشهور دی، د خوست ولایت اوسېدونکی او عبدالعزیز چې په قاصد مهاجر مشهور دی، د پکتیکا ولایت د متاخان ولسوالۍ اوسېدونکی و.

تر دې مهاله د پاکستان پوځ او رسمي سرچینو د دغه بریدګرو هویت نه‌دی څرګند کړی.

په یوه ویډیو کې چې د افغانستان انټرنشنل لاس ته ورغلې، د بریدګرو له ډلې یو یې تر برید مخکې وایي، چمتو دی چې په پاکستان کې د الله په لاره کې ځانمرګی برید وکړي. هغه د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه غواړي، چې د ځانمرګي برید زمینه ورته برابره کړي. نوموړی وایي، چې د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې اوسېږي.

د سې‌شنبې په ورځ پاکستاني پولیسو ویلي، چې په بنو کې د امنیتي ځواکونو پر اډه د وسله‌والو په برید کې شپږ امنیتي سرتېري او شپږ بریدګر وژل شوي دي.

بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د پوځي اډې له دېوال سره جنګولی او وروسته نورو جنګیالیو په اډه کې دننه جګړه پیل کړه، چې دې جګړې ۱۲ ساعته دوام وکړ. په دغه پېښه کې ۱۶ امنیتي ځواکونه او درې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

بریدګرو د برید پر مهال له هغو جنګي تاکتیکونو کار اخیستی، چې افغان طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان پر مخکېني حکومت او امریکایي ځواکونو د ځانمرګو بریدونو او موټر بمونو پر مټ کار اخیست.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد دا ادعا په افغانستان کې د وسله‌والو د خوندي پټنځایونو موضوع نه شي پټولای، چې وايي پاکستاني ځواکونه د وسله‌والو پر وړاندې کمزوري دي.

دغه وزارت ویلي، چې د ملا یعقوب وروستۍ څرګندونې یوازې یو پېغور او کنایه ده او دا خبرې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د غړو حضور نه شي پټولای.

پاکستاني چارواکو پرله‌پسې توګه افغان طالبان تورن کړي، چې د دغه هېواد د مخالفو جنګیالیو کوربه دی؛ خو افغان طالبانو تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک او نورو بهرنیو جنګي ډلو حضور رد کړی دی.

د نړۍوالو سازمانونو د راپور له مخې؛ په افغانستان کې دا مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک شاوخوا ۶زره جنګیالي مېشت دي. دغه راپورونو څرګنده کړې، چې د دغه ډلې وسله‌وال د افغانستان په پوځي اډو کې روزل کېږي.

نور خبرونه

رادیو