د پکتیا لپاره د طالبانو پخواني امنیه قوماندان د خدای په امانۍ په غونډه کې ویلي، چې دوی خبریالان وژل خو بهر ته وتښتېدل.
محمد عمر مخلص د طالبانو د مشر امر نه منلو په تړاو د یو شمېر رسنیو پر رپوټونو غبرګون ښودلی او وايي، چې دی د خپل امیر د امر متابعت کوي او «رسنۍ دې نه خوشالیږي».
مخلص د یکشنبې په ورځ له پکتیا نه د خدای په امانۍ په غونډه کې وویل، « دا د میډیا والا نه دي، دا غداران، دا خو موږ قتل کول او مړه کول، په دوی پسې خو موږ ګرځېدو، خو دا خلاص شول، وتښتېدل په منډه او خپلو بادارانو ته یې ځانونه ورسول».
نوموړي په ورته وخت کې د خپل امیر پر اطاعت ټینګار کړی او وايي، « دا میډیا دې هیڅکله نه خوشالیږي، ځکه ما چې جهاد کاوه هغه مې د الله او خپل امیر په امر کاوه، هغه وخت امر و، چې مشرکین ووژنم، خو اوس ماته د الله، رسول او د اولی الامر د اطاعت امر کوي».
محمد عمر مخلص، چې د پکتیا ولایت له امنیه قوماندانۍ لرې شوی او په کابل کې د درېیمې امنیتي حوزې مسوول ټاکل شوی، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د نوموړي پرځای شیرعلي جندالله د پکتیا د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالب چارواکي د رسنیو پر وړاندې ګواښونکې څرګندونې کوي.
له دې وړاندې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او د خبریالانو ددفاع ټولنو پر دې ډله تور لګولی، چې خبریالان نیسي، شکنجه کوي او د بیان د ازادۍ مخه نیسي.
طالبانو په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان سانسور ته اړ اېستي او خپل منتقد خبریالان او شنونکي وخته ناوخته نیسي او زندانونو ته یې اچوي.