نن په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزې لوبلړۍ د پایلوبې پچه د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ پر مهال د افغانستان او پاکستان کرېکت ملي لوبډلې دوه ځله مخامخ شوې چې یوه لوبه افغانستان او یوه لوبه پاکستان ګټلې ده.
د راشد خان په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، کریم جنت، صدیق الله اتل، الله محمد غضنفر، نور احمد لکڼوال او فضل الحق فاروقي په نننۍ لوبه کې د پاکستان پر وړاندې لوبېږي.