ایران: په تېرو ۷۰ ورځو کې نږدې ۹۱۷ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې ستانه شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د تابیاد د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال وايي، له روان کال له پيل د وږي تر ۱۳مې پورې نږدې ۹۱۷ زره ناقانونه افغان کډال د دوغارون له پولې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

مهدي رجبي ویلي، چې دغه کډوال یې په درناوي له ټولو امکاناتو سره ستانه کړي.

د تابیاد د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال «مهدي رجبي» د جمعه په ورځ (د وږي ۱۴مه) رسنیو ته ویلي: «په تېرو ۷۰ ورځو کې د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو طرحې د پلي کېدو پر مهال، د هغوی د درناوي او له عزت سره د ایستلو لپاره له ټولو امکاناتو څخه د دوغارون بندر کې استفاده شوې ده.»

نوموړي زياته کړې، چې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ لا هم دوام لري او ۹۰ سلنه یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

رجبي ویلي: «د دوغارون پوله ناقانونه افغان کډوالو د بېرته تګ لپاره تر ټولو مهم او لومړنی سرحدي بندر دی. د ټولو خدمت‌ رسونکو، اجرائیه، امنیتي، نظامي، پولیسو، اردو، خیریه بنسټونو او ولسي ډلو په همکارۍ، د کډوالو د درناوي او عزتمند ستنیدو زمینه برابره شوې ده.»

د هغه په خبره، چې په دوغرون کې اوس د ناقانونه افغان کډوالو د انتظار وخت د قانوني مراحلو له پوره کولو وروسته، تر یو ساعت کم شوی دی.»

پاکستان او ایران نږدې هره ورځ په زيات شمېر افغان کډوال په جبري ډول له خپلو هېوادونو باسي.

د دواړو هېوادونو دغه اقدام نړیوالو بنسټونو، د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او نورو نهادونو غندلی او غوښتنه یې کړې، چې باید دا پروسه په سم ډول تر سره شي.

نور خبرونه

رادیو