د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د طبیعي پېښو شمېر زیات شوی دی، چې پکې زلزلې، سېلابونه او وبایي ناروغۍ د یادونې وړ دي. زلزلې د ځمکې دننه د بېلابېلو لویو تیکتونیکي تختو د ټکر له امله رامنځته کېږي.

ځمکپوهان وايي، چې د افغانستان لاندې ځمکه د اسیايي او یوریشیایي تختو د یو بل سره د ټکر له امله د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې زلزلې رامنځته کوي. ځینې له دې زلزلې څخه د شدت له لوړې درجې برخمنې دي او ډېر شمېر انساني او مالي زیانونه رامنځته کوي.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د کونړ له تازه زلزلې وړاندې په تېره لسیزه کې په افغانستان کې د څلورو زلزلو له امله له ۷۰۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي دي. د کونړ او د ختیځ افغانستان په نورو ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له یو نیم زره زیات دي او ټپیان هم په زرګونو کې دي.


د دې احتمال شته، چې دغه شمېره نوره هم زیاته شي، ځکه چې د لوړو غرونو لرې پرتو سیمو ته موټر نه شي ورتلی او معلومات په ځنډ سره رارسېږي. په تېرو څو کلونو کې د سېلابونو شمېر او کچه هم زیاته شوې، چې هېوادوالو ته یې انساني او مالي زیانونه پېښ کړي دي.


د اقلیم د بدلون له امله د بارانونو د ورښت ترتیب هم بدل شوی دی. ورښت اوس د پخوا په څېر یوازې د کال د اوړي او ژمي ځانګړو میاشتو پورې محدود نه دی، بلکې ناڅاپي او په داسې ورځو کېږي چې خلک ورته چمتووالی نه لري. کله چې د غرونو پر سر پرتې واورې او برف کوچونه له بارانونو سره ګډ شي، له دې څخه لوی سېلابونه رامنځته کېږي.
خو د طبیعي پېښو په اړه په دوه ټکو پوهېدل اړین دي. لومړی، طبیعي پېښو ته دغه نوم ځکه کارول کېږي، چې د دې پېښو راتګ د انسان په لاس کې نه دی، بلکې د طبیعت له خوا رامنځته کېږي. خو اوس علم او تجربې دا څرګنده کړې، چې د طبیعي پېښو په رامنځته کېدو کې د انسانانو اعمال هم رول لري. د بېلګې په توګه، په اقلیم کې د کاربن ډای اکسایډ زیات خپرېدل د طبیعي چاپېریال د زیانمنېدو لوی عامل دی، چې دا د انسانانو له لاسه رامنځته کېږي.
همدارنګه، په هېواد کې د ونو او بوټو شتون له یوې خوا د بارانونو د اوبو د جذب لپاره مثبت رول لوبوي او د وچکالۍ او قحطۍ مخنیوی کوي او له بلې خوا ونې او بوټي د طبیعي پېښو په وړاندې د خاورو او تېږو د بهېدو مخه نیسي. تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې ونې او بوټي د کاربن ډای اکسایډ په جذبولو سره د انسانانو په روغتیا کې هم ډېر مرسته کوي.
د یوه هېواد د ځمکې څو فیصده باید په ونو، بوټو او ځنګلونو پوښل شوې وي؟ د دې پوښتنې ځواب د هغه هېواد د ځمکني شرایطو پورې اړه لري، خو متخصصین وايي چې د یوه سالم چاپېریال لپاره د هېواد د ټولې ځمکې له ۲۵ څخه تر ۴۰ سلنه پورې باید په ځنګلونو پوښل شوې وي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس د افغانستان د ځمکې یوازې ۲.۱ سلنه په ځنګلونو پوښل شوې ده، چې د نړۍوالو معیارونو په پرتله ډېر کم دی او دا هم د انسانانو د غفلت پایله ده.
دویمه مهمه او د یاد ساتلو خبره دا ده، چې که څه هم طبیعي پېښې د طبیعت له لوري راځي او ناڅاپه رامنځته کېږي، خو د دې پېښو د ځاني او مالي تاوان کچه د یوه هېواد چمتووالي پورې اړه لري. د طبیعي پېښو د عواقبو سره د مقابلې علم اوس یوه علمي رشته ده، چې په نړۍوالو پوهنتونونو کې د «طبیعي پېښو مدیریت» یا Natural Disaster Management په نوم تدریس کېږي او دغه فاکولتې د عملي روزنې څانګې هم لري. سربېره پر دې، د نړۍ زیات شمېر هېوادونه په دې برخه کې وزارتونه او موسسې لري او تجربې ښودلې، چې څومره دغه موسسې چمتو، منظمې او مجهز وي، هغومره د طبیعي پېښو له امله تاوان کمېږي.
د بېلګې په توګه، په جاپان کې ډېرې زلزلې رامنځته کېږي. د کلني اوسط په اساس، په جاپان کې هر کال شاوخوا ۱۵۰۰ زلزلې راځي، خو زیاتره یې سپکې وي. د رېښتر په کچه د پنځو درجو نه لوړ د زلزلو کلنۍ شمېره ۱۶۰ ده، خو بیا هم تاوانونه یې ډېر کم دي، ځکه جاپانیان د خپل ژوند ټول سیسټم د احتیاطي تدابیرو سره سم برابر کړی دی. د دوی د ودانیو جوړښت، د اضطراري شرایطو لپاره د خبرتیا نظام او د اغېزمنو خلکو لپاره د مرستو انتظام ټول د تاوانونو د مخنیوي لامل ګرځي.
په افغانستان کې پرله پسې جګړو او سیاسي ګڼې ګوڼې دولتي او ټولنیزې موسسې دومره کمزورې کړي، چې د طبیعي پېښو د عواقبو سره د مقابلې توان یې ډېر محدود دی، کوم چې د تاوان د لوړوالي سبب کېږي. په عمل کې زیاتره وخت د طبیعي پېښو د عواقبو د کنټرول بار د کلیو، بانډو او د سیمې د خلکو په اوږو پاتې کېږي.


په نږدې کلونو کې د طبیعي پېښو ځپلي خلک له وړتیا لرونکي دولتي مرستې محروم پاتې کېږي، ځکه چې د طالبانو له خوا د ښځو پر تعلیم او کار د ناروا بندیزونو له امله په روغتونونو کې ښځینه ډاکټرانې، نرسانې او قابله ګانې نشته. دغه وضعیت په طبیعي پېښو کې د ټپي شویو ښځو د درملنې پر مهال جدي ستونزې رامنځته کوي، لکه څنګه چې د کونړ اوسنۍ زلزله یې ښه مثال دی.


همدارنګه، د طالبانو ادارې کار مسلکي کسانو ته نه دي سپارلي او په هره څوکۍ یې داسې ملايان کېنولي، کوم چې د اغېزمنو خلکو سره د مرستې کولو وړتیا نه لري. برسېره پر دې، د طالبانو د ادارې عدم ‌مشروعیت د طبیعي پېښو پر مهال د نړۍوالو مرستو په جذبولو کې خنډونه رامنځته کوي. د طالبانو د ادارې دغه کمزورتیاوې یو بشري افت دی. د دې حل د نجونو په تعلیم او د ښځو په کار باندې د بندیزونو لرې کول او د خلکو په خوښه د تبعیض نه پاک داسې نظام جوړول دي، چې کارونه په کې اهل کسانو ته وسپارل شي.

نور خبرونه

رادیو