د افغانستان اسمان به د یکشنبې په ماښام د سپوږمۍ بشپړ نیونه «خسوف»لرونکی وي.
د نسا ادارې د معلوماتو له مخې، دا نادره اسماني پېښه به نه یوازې په افغانستان، بلکې د اسیا، اروپا، افریقا او استرالیا په ډېرو برخو کې هم ولیدل شي، خو د امریکا په ډېری سیمو کې به د لیدو وړ نه وي.
د«ټایم اینډ ډیټ» ویبپاڼې د مهالویش له مخې، په افغانستان کې به دا سپوږمۍ نیونه د ماښام په ۷:۵۸دقیقو پیل شي او تر شاوخوا ۱۰:۴۱بجو پورې به سپوږمۍ په بشپړ ډول د ځمکې په سیوري کې پټه وي.
دا حالت به څه باندې یو ساعت او ۲۲دقیقې دوام وکړي او سپوږمۍ به په دې موده کې سور رنګه ښکاري.
د نسا کارپوهان وايي، د سپوږمۍ دا سور رنګ د لمر د وړانګو د ځمکې د فضا له لارې د تېرېدو پایله ده.
په دې بهیر کې د لمر نیلي وړانګې خپرېږي او یواځې سرې وړانګې د سپوږمۍ سطحې ته رسېږي.
نسا ټینګار کړی، چې د دې پېښې ننداره د سترګو لپاره هېڅ زیان نه لري او د لمر نیونې په څېر د ځانګړو حفاظتي عینکو اړتیا نه شته. له همدې امله، د افغانستان خلک کولای شي د دې اسماني ښکلا ټول پړاوونه په خپلو سترګو خوندي ډول وګوري.