د کاناډا په ټورنټو کې د AFCAN-NCC په نوم د افغان نجونو د والیبال لومړني کلب په رسمي ډول فعالیت پیل کړ. د کلب چارواکي وايي، چې د پرانیستې مراسم د روزونکو، لوبغاړو، د AFCAN غړو او د والیبال مینهوالو په حضور کې ترسره شول او موخه یې د افغان ښځینه والیبال لپاره د نوي پړاو پیلول دي.
په دغه مراسمو کې د افغان ښځینه لوبغاړو پر مبارزې، یووالي او پیاوړې روحیې ټینګار شوی دی. د AFCAN ټولنې ژمنه کړې، چې د دغه کلب له لارې به په روزنیزو پروګرامونو کې افغان نجونو ته د مسلکي ودې فرصت برابر کړي.
د ګډونوالو په وینا، دغه کلب یوازې یو ورزشي ټیم نه دی؛ بلکې د سپورټ په ډګر کې د افغان نجونو د وړتیاوو د ښودلو او پیاوړتیا پر لور یو لوی ګام دی.