د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې نن ماښام په اسیام جام سیالیو کې له یو بل سره مخ کېږي

۴ ساعتونه مخکې

د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې نن (یک‌شنبه، وږي ۲۳مه) ماښام مهال د اسیام جام سیالیو په لړ کې له یو بل سره مخ کېږي. دغه په زړه پورې سیالۍ به په دوبی کې وشي چې د کرېکټ لوبې مېلیونونه مینه‌وال ورته په تمه دي.

د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ په کېدونکو لوبو هم سیوری غوړولی دی. دواړه لوبډلې هڅه کوي لوبه په خپل نوم کړي چې مېلیونونه مینه‌وال خوشحاله او لږ تر لږه د لوبو په ډګر کې یو بل ته ماتې ورکړي.

دواړو پاکستان او هند د اسیا جام شل اوریزو سیالیو لپاره ځوانې او پیاوړې لوبډلې غوره کړي دي.

د پاکستان او هند سربېره افغان لوبډله هم د اسیا جام په سیالیو کې یو له هغو لوبډلو ګڼل کېږي چې د کرېکڼ مینوال ترې د ښو لوبو تمه کوي. درې واړو افغانستان، هند او پاکستان د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې خپلې لومړنۍ لوبې په لوی توپیر له خپلو سیالو لوبډلو ګټلي دي.

د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سپټمبر پر ۱۶مه له بنګله‌دېش سره او درېیمه لوبه به د همدې میاشتې پر ۱۸مه د سریلانکا له لوبډلې سره ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو