د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي «کوروش رجبي» نن شپه (شنبه د وږي ۲۲مه) د پاکستان په لاهور ښار کې خپل پاکستاني سیال «بلال حسین» ته ماتې ورکړه او ورسره یې د «ای ایف ټي» سازمان کمربند وګاټه.
دغه سیالۍ نن شپه د لاهور په یوه لوبغالي کې پیل شوه او بالاخره له درېیو ۵ دقیقه يي پړاونو وروسته «کوروش رجبي» د لوبڅارانو په رایو او امتیازونو سره د سیالۍ ګټونکی شو.
د کوروش رجبي او بلال حسین سیالۍ د «ای ایف ټي»د نهم پړاو سیالیو مرکزي سیالي وه. په دغو سیالیو کې لسو نورو افغان لوبغاړو هم ګډون درلود.
د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړو د کوروش رجبي له کمر بند سربېره په ټيمي توګه هم پاکستان په ګونډو کړ.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ځینو نورو لوبو تر څنګ د ازادو مبارزاتو سیالۍ هم منع شوې دي.