د کرېکټ د ۲۰۲۵کال اسیا جام سیالۍ نن سېشنبه (د وږي ۱۸مه) په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي. د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نن په خپلې لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.
په دغه سیالیو کې به افغانستان دویمه لوبه (د سپټمبر په ۱۶مه) له بنګلهدېش او د همدې میاشتې (په ۱۸مه نېټه) به درېیمه لوبه له سریلانکا سره وکړي.
د کرېکټ اسیا جام سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۸مې نیټې دوام کوي، چې اته لوبډلې پهکې ګډون کوي. دغه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په لومړي ګروپ کې هندوستان، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات شامل دي او په دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.
د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې به نیمه پایلوبې ته لار ومومي. په اسیا جام کې به ټولټال ۱۹ لوبې وشي، چې ۱۱هغه به یې په دوبۍ او اته نورې به یې په ابوظبي کې ترسره شي.
د اسیا جام سیالیو لومړی پړاو په ۱۹۸۴ کال کې ترسره شو، چې یوازې درېیو هېوادونو هند، پاکستان او سریلانکا پهکې ګډون کړی و.
د دغه جام سیالۍ له هرو دوو کالو وروسته په دواړو شل اوریزو او پنځوس اوریزو فارمټونو کې ترسره کېږي. په سږني اسیا جام سیالیو کې افغانستان هم یو له پیاوړو لوبډلو بلل کېږي، چې د کرېکټ د مبصرو په باور د مخ ته تګ امکان یې ډېر دی.