یوې ډنمارکۍ موسسې له طالبانو غوښتي چې د مرستو رسولو لپاره اداري پروسه ساده کړي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۳

د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې د بشري مرستو د پر وخت رسولو لپاره باید اداري چارې ساده شي. چارلت سلنته وویل: «د لنډمهاله مرستو ترڅنګ باید د کډوالۍ د کړکېچ د حل لپاره دایمي حل‌لارې هم ولټول شي.»

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په وینا، هغې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل د اندېښنې وړ وبلل او ژمنه یې وکړه، چې خپلې اندېښنې به د دواړو هېوادونو له چارواکو سره شریکې کړي.

میرمن سلنته دا هم وویل، چې د دوی شورا د افغانستان ختیځ ته بېړنۍ مرستې استولي دي او زیاته کړې یې ده، چې د افغان کډوالو ستونزې به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډیزو ناستو کې هم مطرح کړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت لیکلي، چې په دې لیدنه کې د زلزله‌ځپلو سره د مرستو او د اېستل شویو کډوالو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

مولوي عبدالکبیر د ډنمارک د کډوالو له شورا وغوښتل، چې د نغدي مرستو د ورکولو او د زیانمنو شویو خلکو د کورونو د بیا رغونې په برخه کې همکاري وکړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې شوې، چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له‌خوا د کډوالو د پراخ اېستلو، د اقلیم د بدلون له امله د وژونکو طبیعي پېښو او د طالبانو له‌خوا د پراخو بشري حقونو د نقض له کبله له یوه بشري ناورین سره مخ دی.

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې، د جمعې په ورځ د کونړ د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۲۲۰۰ کسانو څخه اوښتی او له ۳۶۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

ځايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې ښايي د مړو شمېر به لا ډېر شي، ځکه ځینې کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د لارو بندېدو له امله تر اوسه ورته مرستې نه‌ دي رسېدلي.

نور خبرونه

رادیو