پاکستانۍ ورځپاڼه: له طالبانو هیلې «هسې یو خیال» ثابت شو

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۲

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو څلور کاله وروسته، پاکستاني چارواکي فکر کاوه چې د دوی هیلې پوره شوې او پر افغانستان د هند د نفوذ مخه ونیول شوه؛ خو اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه د پاکستاني لوړپوړو چارواکو په حواله وايي، دا «هسې یو خوب» و.

د پاکستانۍ ورځپاڼې له‌خوا په تازه خپاره شوي تحلیل کې راغلي، چې د طالبانو په راتګ سره، تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډله بېرته ځواکمنه شوې او پرمختللو وسلو او مالي سرچینو ته له لاسرسي سره یې خپل بریدونه ډېر کړي دي. ورته مهال، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو فعالیتونه هم څو چنده ډېر شوي دي.

پاکستان په دې موده کې له ډېپلوماتیکو هڅو نیولې د پولې تر تړلو او هوايي بریدونو پورې هڅه کړې، چې طالبان دې ته اړ کړي څو د پاکستان خلاف ډلو پر وړاندې اقدام وکړي؛ خو هېڅ پایله یې نه ده ورکړې. سرچینه د پاکستان امنیتي چارواکو له خولې وايي، طالبانو نه یوازې دغه ډلو ته پناه ورکړې؛ بلکې اوس ورته مالي او وسله‌والې مرستې هم برابروي.

په تحلیل کې د پاکستان اندېښنې هم یادې شوې او ویل شوي، چې طالبانو او هند پراخې اړیکې ټینګې کړې دي. د تحلیل له‌مخې؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل د پوځي تجهیزاتو او روزنې د ترلاسه کولو لپاره نوي ډیلي ته مخه کړې ده.

د تحلیل په یوه برخه کې راغلي، سره له دې چې طالبانو د داعش-خراسان څانګې پر خلاف پراخ او پیاوړي عملیات کړي؛ خو د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه‌دی کړی، ځکه دغه ډله د دوی ایډیالوژیکه ملګرې بلل کېږي.

اېکسپرېس ټرېبیون لیکلي، چې چین هڅه کوي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ منځګړیتوب وکړي؛ خو دغه هڅو کوم څرګند بدلون نه‌دی رامنځته کړی. همداراز وايي، امریکا تر ډېره د داعش ګواښ پر وړاندې بوخته ده او د افغانستان د نورو فعالو ډلو خلاف بې‌پروا شوې ده.

نور خبرونه

رادیو