د پاکستان د علماوو شورا رییس طاهر اشرفي افغان طالبانو ته په خطاب کې ویلی، چې «تاسې زمونږ شاګردان یاست، نه موږ او تاسې له موږه زده کړه کړې نه موږ له تاسې».
اشرفي په خپلو څرګندونو کې زیاتوي، « تاسې چې کومې جګړې ګټلې، دا مو زموږ د قربانیو له امله ګټلې دي».
د پاکستان د علماوو شورا رییس تېره ورځ وویل، چې طالبان دې په خپله خاوره کې د هند او اسراییل مخه ونیسي، چې له هغه ځایه په بلوچستان کې مداخله کوي.
طاهر اشرفي وویل:« تاسې چې کومې جګړې ګټلې، دا مو زموږ د قربانیو له امله ګټلې دي، په خدای قسم دا ستاسې مشرانو ته معلومه ده او که نه یاست خبر، پوښتنه وکړئ ایا موږ ستاسې جګړه ګټلی شو، بیا د خپل د وطن دفاع نشو کولای؟.»
نوموړي پر افغان طالبانو غږ کړی، چې له افغانستان څخه خلک پاکستان ته ځي او هلته خلک وژني.
هغه وویل:« څوک چې په قل هو الله بلد نه دي هغوی فتوا ورکوي، تاسې زموږ شاګردان یاست، موږ مو نه یو.»
اشرفي په تونده لهجه وویل چې پاکستانیان خپله پرېکړه پخپله کوي او افغان طالبان څوک دي، چې ددوی په هېواد کې مداخله کوي. هغه دغه راز د پاکستان د قانون او دولت په اړه وویل، چې کله تقي عثماني وايي، چې تر دې ښه اسلامي نه شي کېدای، نو دوی د افغان طالبانو ومني؟
طالبانو تراوسه په رسمي ډول د پاکستان د علماوو شورا رییس طاهر اشرفي دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې په وروستیو کې تحریک طالبان په روانو جګړو کې د پاکستان پوځیانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ۱۲ پاکستاني سرتیرو په جنازه کې تر ګډون وروسته په بنو ولسوالۍ کې د یوې امنیتي ناستې پر مهال ویلي و، چې افغانستان دې خپل انتخاب وکړي چې د پاکستان ترڅنګ درېږي یا د ترهګرو.