د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان او د چین د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښتونه نړۍوال امنیت ګواښي؛ خو تر ټولو خطرناکه هغه یې د داعش ډلې خراسان څانګه ده.
نوموړي تازه له پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپانې سره په خبرو کې ویلي، چې له دغو ډلو شته ګواښ باید هېڅکله کم ونه ګڼل شي او د لهمنځه وړلو لپاره یې باید اقدام وشي.
هغه وایي:« موږ داسې معلومات لرو، چې پاکستان او چین په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه په دوامداره او منظمه توګه له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي؛ که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه دغه موضوع رد کړې، خو زموږ په باور باید دغه دواړه هېوادونه شته ستونزې حل کړي.»
دغه روسي چارواکي همدا راز ویلي، چې د طالبانو له حکومته باید کافي ملاتړ وشي؛ څو دوی په خپله خاوره کې له سخت دریځۍ سره مبارزه وکړي. کابلوف ټینګار کړی، چې افغانستان باید له ګاونډیو سره هغه موضوعات چې حساس دي او د شخړې لامل کېدای شي؛ په سولهییزه توګه حل کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همدا راز ویلي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه کې د سیاسي او اقتصادي لاملونو سربېره امنیتي هغه هم په پام کې نیول شوي دي. کابلوف د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نور هېوادونه به طالبان په رسمیت وپېژني وویل، چې دا به د نړۍ لپاره اسانه کار نهوي.
کابلوف له اېکسپرېس ټربیون سره په خبرو کې همدا راز د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د مرګونې زلزلې په اړه هم خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې روسیه د افغانستان له خلکو او د طالبانو سره په دې لوی غم کې ځان شریک ګڼي.