لسګونه بشري سازمانونه: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپه ودروي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۱

د کډوالو لپاره ګډې عملیاتي کمېټې دوشنبه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي، تر ۱۰۰ ډېرو بشري سازمانونو او د نړۍوالو ستراتیژیکو حقوقي دعوو شورا د پاکستان لومړي وزیر او لویې څارنوالۍ ته د پرانیستو لیکونو په استولو له هغوی غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپه دې ودروي.

په اعلامیه کې راغلي، د نړۍوالو ستراتیژیکو حقوقي دعوو شورا (GSLC) د بشري حقونو له ګڼو مدافعینو او سازمانونو سره یوځای د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د دغه کډوالو اېستل ودروي او د هغو کډوالو خوندیتوب دې یقیني کړي چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي.

د دغې شورا مشرې ویلي: «باید موږ پر دې حساس وخت سترګې پټې نه کړو. همدا اوس په افغانستان کې څو مېلیونه خلک د ځورونې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي؛ که چېرې دغه کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي، د طالبانو له‌خوا له ګواښ سره مخ کېږي.»

د اعلامیې له مخې:« پاکستان له کلونو راهیسې د مېلیونونو افغانانو کوربه‌توب کړی او خپله سخاوت یې ښودلی دی. موږ له حکومته غواړو، چې همدا دود وساتي او د افغانانو اېستل ودروي.»

په اعلامیه کې راغلي، افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی. ښځې، ماشومان، د مدني ټولنو غړي، خبریالان او مخالف سیاسيون اوس هم د طالبانو له‌خوا د ځورونې او تاوتریخوالي سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له‌خوا ۱.۴ مېلیونه افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل تېره ورځ پای ته ورسېده او ورسره هم‌مهاله د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د هغوی د اېستلو عملیات پيل شول.

نور خبرونه

رادیو