عمران خان د پاکستان او افغانستان د سېلابونو له زیانمنو او زلزله‌ځپلو سره خواخوږي وښوده

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په پاکستان کې د سېلابونو له زیانمنو او په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه. نوموړي دغه راز له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو هم نیوکه وکړه.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې له پاکستاني ولس څخه غوښتي، چې د سېلاب ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

نوموړي د افغانستان د زلزلې له کبله په رامنځته شوې مرګ ژوبلې هم خواشني ښودلې او زیاته کړې یې ده: «موږ په دې سختو شېبو کې له خپلو افغان وړونو سره ولاړ یو، ماته له پاکستانه د افغانانو په زور اېستل هم خواشنوونکې ده.»

نوموړي په خېبرپښتونخوا کې پر خلکو د پاکستان ډرون بریدونه او پوځي عملیات هم غندلي او د ژر بندېدو غوښتنه یې کړې.

نوموړي لیکلي: «دا سیمې لا له وړاندې د سېلاب له کبله سختې اغېزمنې دي او په دغسې حالاتو کې عملیات یا ډرون بریدونه او خلک له خپلو سیمو بې کوره کول د زخمونو پر سر مالګې شېندل دي.»

عمران خان وایي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ظلم سره مخ دي او نوموړی زیاتوي: «مونږ حق لرو، ما بیا هم د هېواد د خیر لپاره د خبرو وړاندیز وکړ، خو پر ما، زما کورنۍ او زما ملګرو سخت سیاسي انتقام واخیستل شو.»

عمران خان یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که بیا هم نوموړی او کورنۍ یې زنداني هم شي‌ له خپل دريځه به په شاه نه شي.

نور خبرونه

رادیو