د افغان کډوالو اېستل؛ د پاکستان له‌خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل نن پای ته ورسېد

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۰

وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې په دغه هېواد کې مېشت د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال باید د ۲۰۲۵کال د اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې له پاکستانه ووځي. د رسمي شمېرو له مخې؛ دا مهال ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د پي او ار کارټونه لري.

د پاکستان له لوري د ورکړل شوي ضرب‌الاجل له رارسېدو وړاندې ګڼې افغانې کورنۍ د جبري ستنېدو له وېرې په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

مراد چې له څه باندې درېیو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېده او اوس تازه افغانستان ستون شوی وايي، که څه هم له پاکستانه د وتلو پرېکړه ورته اسانه نه وه؛ خو بله لار یې نه لرله.

نوموړی وايي، که څه هم په دې پوهېږي چې افغانستان دا مهال له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی؛ خو دا څو شپې یې د پولیسو له لوري د نیولو او شړولو له ډاره پرته تېرې کړې دي.

هغه زیاته کړې:« شاوخوا دېرش کاله مې پاکستان کې ژوند وکړ، بچي مې هلته ستر شول، زه خپله ډېر ماهره اشپز یم هلته مې هم رسټورانټ لاره ګوزاره مې روانه وه؛ بس نور نه کېده او وطن ته د راتګ پرېکړه مې وکړه.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو کې هره ورځ سلګونه کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي.

تمه کېږي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان له‌خوا د ورکړل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو سره سم د پاکستان حکومت عملي اقدامات پیل کړي.

وړاندې د پاکستان حکومت په زغرده دا اعلان کړی و، چې د هغوی پر وړاندې به جدي اقدمات وکړي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

داسې ښکاري، چې پر پاکستان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او نورو بېلابېلو اړخونو له لوري فشارونو هم تراوسه پایله نه‌ده ورکړې او نږدې یو نیم مېلیون افغان کډوال د شړلو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

نور خبرونه

رادیو