د افغان کډوالو اېستل؛ د پېښور او تورخم ترمنځ لاره کې د کډوالو سلګونه لارۍ بندې پاتې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۰

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې له نن سهار راهیسې له پېښور څخه تورخم ته غځېدلې لاره د خیبر درې او تورخم ترمنځ بنده ده. د سرچینو په حواله؛ په یاده سیمه کې هغه لارۍ بندې پاتې دي چې د افغانانو کډې په‌کې بار دي.

سرچینې وایي، چې دغه لارۍ افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د سختې ګڼې ګوڼې له امله بندې پاتې دي. سرچینې زیاتوي، چې تر ډېره دغه کډوال د پاکستان په پنجاب ایالت کې مېشت وو.

د سرچینې په وینا:« په پاکستان کې مېشت کډوال دې ته په تمه وو، چې ښایي د پاکستاني چارواکو له‌خوا دوی ته له دغه هېواده د وتلو ورکړل شوی ضرب الاجل وځنډېږي؛ خو د دغه هېواد له‌خوا د ټاکلې مودې نه غځېدل او د پولیسو له‌خوا د کډوالو پر وړاندې د عملیاتو پیلېدل د دې لامل شوي، چې په یوه ورځ افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېره پراخه شي.»

په دغه موټرونو کې زرګونه کورنۍ افغانستان ته د تګ په تمه دي، چې ښځې، ماشومان او سپین ږېري هم په‌کې شامل دي.

سرچینې زیاتوي، دغه لارۍ په داسې ځای کې بندې دي چې نه د خوړو او څښلو لپاره څه پيدا کېږي او نه هم د سرپناه ځای شته.

له بل پلوه په تورخم کې پاکستاني پولیس خبریالانو ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ د پوښښ اجازه نه ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې هره ورځ له پاکستانه زرګونه افغان کډوال افغانستان ته په زور شړل کېږي او ځينې یې له ډاره په خپله خوښه کډه کېږي.

نور خبرونه

رادیو