ایران د یوه افغان په ګډون اته کسان اعدام کړل

۵ ساعتونه مخکې

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې یو افغان بندي د «نشه‌يي توکو د جرم» په تور اعدام شوی دی. یاد سازمان لیکلي، چې اووه ایراني بندیان هم د تبریز، سمنان، مالیر، بروجرد، قزوین او ګورګان په زندانونو کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې د ۵۹ کلن افغان اسلام‌میر سعید د اعدام سزا د لېندۍ په ۲۹مه د یزد په مرکزي زندان کې اجرا شوې ده. دغه سازمان زیاته کړې، چې د دې سړي ۲۱ کلن زوی له خپل پلار سره د همکارۍ په تور د نهو کلونو په بند سزا تېروي.

د بشري حقونو یاد سازمان چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي، په جلا راپورونو کې لیکلي چې د لړم میاشتې په څلورمه نېټه اووه ایراني بنديان د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

د ایران قضايي ارګانونو او دولتي رسنیو تر اوسه د دغه افغان بندي د اعدام په اړه رسمي څه نه دي‌ ویلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې په تېرو کلونو کې د هغو بنديانو د اعدام شمېر ډېر شوی، چې د نشه يي توکو له جرمونو سره تړلي دي.

د دې سازمان د شمېرو له مخې، یوازې تېر میلادي کال کې لږ تر لږه ۵۰۳ بنديان د نشه يي توکو په تور اعدام شوي دي.

د بشري حقونو هغه سازمانونه چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي، وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران د افغان بندیانو د اعدام لړۍ نوره هم زیاته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو