د طالبانو د برېښنا شرکت ویلي، له ازبکستانه افغانستان ته د وارداتي برېښنا هغه مزي چې د امو سیند په صفري نقطه کې پرې شوې وې، بېرته ترمیم شوې دي. شاوخوا نهه ورځې وړاندې دغه مزې پرې شوې وې، چې له امله یې د کابل په ګډون په شاوخوا ۱۱ ولایتونو کې د برېښنا کچه راټیټه شوې وه.
د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت د یکشنبې په ورځ (د لړم ۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې مزو په ترمیم سره به د کابل په ګډون په ۱۱ ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.
طالبانو د دغه مزو د جوړېدو د ځنډ لامل سخت جغرافیايي موقعیت، د امو سیند پر سر د لین تېرېدل، د لینونو زړښت او د مزو زيات واټن یاد کړي.
طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي: «د برېښنا شرکت د ګډو هڅو او زحمت پایله ده، چې دا لین بېرته وصل شو او د کابل په ګډون ۱۱ ولایتونو کې برېښنا بېرته فعاله شوه.»
د یادولو ده، چې افغانستان د کورني برېښنا د تولید د ټیټې کچې له امله پر ګاونډیو هېوادونو د برېښنا د تأمین لپاره ډېره تکیه لري. اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۷۵ سلنه برېښنا وارداتي ده، چې ډېره برخه یې له ازبکستان او تاجکستان څخه راواردېږي.

