په هرات کې د ۶ ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

په هرات ولایت د طالبانو تر مدیریت لاندې د هېواد له شپږو ولایتونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې. دا سیالۍ د یادې ډلې تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست له‌خوا تنظیم شوې وې او په‌کې د غزني، هلمند، نیمروز، هرات، کابل او بغلان استازو ګډون کړی.

د هرات د ورزش د برخې مسوولانو ویلي چې یادې سیالۍ د یوې ورځې لپاره وې او اصلي موخه یې د ځوانانو هڅونه او د ښو استعدادونو موندنه وه.

دوی همداراز هیله‌مندي ښودلې چې د ورته سیاليو دوام د رزمي لوبو په برخه کې د وزشکارانو د مهارت د کچې په لوړوالي کې مهم رول لري او د هېواد لپاره د دوی پر لاسته‌راونو مثبت اغېز کولای شي.

نور خبرونه

رادیو