ملا برادر امر کړی چې تر ژمي مخکې باید د سالنګونو د رغونې چارې بشپړې شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له چارو نه د لیدنې پر مهال قراردادي شرکت ته امر کړی چې د ژمي تر رارسېدو دمخه باید د دغه سړک چارې بشپړې شي. طالبانو تر دې مخکې هم څو څو ځله د دغه سړک د جوړېدو ژمنې کړې وې.

ملا عبدالغني برادر ټینګار کړی چې د سالنګونو لویې لارې د جوړېدو په برخه کې باید کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وشي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې قراردادي شرکت هم د ژمي موسم تر رارسېدو وړاندې د چارو پشپړېدو ډاډ څرګند کړی دی.

طالبان وایي، د دغه سړک ۵۰سلنه چارې بشپړې شوي او ۸۵ متره کانکرېټ پرې اچول شوی چې د بارونو پر وړاندې قوي مقاومت ولري. طالبانو تر دې دمخه هم د سالنګونو د جوړېدو ژمنې کړې وې.

سالنګ چې د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ، سوداګرۍ او ټرانزیټ مهم لاره د ده ژمي په موسمو کې د واورې ښوېیدو پېښو له امله ډېر کله بنده او مساپرې هم ورسره له ګڼو ستونزو سره مخ وي. پر دې لاره د واورې ښوېدنو او ټرافیکي پېښو له کبله خلکو هم ته مرګ‌ژوبلې اوړي.

نور خبرونه

رادیو