د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي، د تخنیکي سروې له لارې د یاد ولایت په ۱۹ بېلابېلو سیمو کې لس ډوله نوي کانونه او قیمتي ډبرې تثبیت شوې دي.
دغه سیمې د عنابه، رخه، ابشار، حصه اول پریان او بازارک په ګډون په بېلابېلو سیمو کې تثبیت شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري په حواله لیکلي چې په دغو سیمو کې اکوامارین، شورل، بیروج، سرپکتین، نفرایټ، اسکوپولایت، سوین، سرب، اوسپنه او یاقوت پېژندل شوي دي.
امیري وویل، د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته به یادې زېرمې د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شي، چې د عوایدو د لوړوالي او اقتصادي ودې لپاره ګټورې تمامې شي.
د طالبانو د مسوولانو په وینا، تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ او د بیروجو لس کانونه تثبیت شوي وو.
په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي و،چې په دغه ولایت کې د ۶۰۰ کانونو د استخراج لپار جوازونه ورکړي دي.