د افغان خبریالانو مرکز اعلان کړی، چې طالبانو په بلخ ولایت کې له سیمه ییزو چارواکو سره د انځورونو او ویډیو مرکو کول او خپرول منع کړي دي.
د دغه امر په تعقیب، د بلخ دولتي تلوېزیون خپرونې وځنډول شوې.
د یاد مرکز په وینا، د دغه بندیز د تابع ولایتونو شمیر ۲۱ ته لوړ شوی دی.
د افغان خبریالانو مرکز د یوې باخبرې سرچینې په حواله ویلي چې په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د (وږي ۱۷مه) د بلخ د ملي راډیو او تلویزیون د مشر ملا محمد محمدي په ګډون د دې ډلې له سیمه ییزو چارواکو سره یوه غونډه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع دي.
وفا دا امر هم کړی، چې سیمه ییز چارواکي له رسنیو سره د انځوریزو یا ویډیويي مرکو اجازه نه لري.
په بلخ کې یوې سیمه ییزې سرچینې د افغان خبریالانو مرکز ته وویل، چې د دې امر په تعقیب، د ولایت ملي تلویزیون خپلې ویډیو خپرونې وځنډولې او راډیويي خپرونې یې پیل کړې.
د افغان خبریالانو مرکز په بلخ کې د یوې سیمه ییزې سرچینې په حواله ویلي چې د طالبانو یو شمېر چارواکو په دې وروستیو کې کندهار ته له سفر او د دې ډلې له مشر ملا هبت الله سره له لیدنې وروسته په بلخ ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.
د تېر کال په زمري میاشت کې د "د امربالمعرف" قانون له تطبیق کېدو راهیسې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د افغانستان په ۲۰ نورو ولایتونو کې پلی شوی، چې کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، بدخشان، بغلان، نیمروز، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشېر، لغمان او سرپل پکې شامل دي.
د افغان خبریالانو مرکز د طالبانو دا اقدام غندلی دی.