د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د کندوز ولایت د خټکیو حاصلاتو کې سږ کال د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په کندوز کې سږکال له ۵ زره او ۶۷۴ هکتاره للمي او اوبیزو ځمکو څخه ۱۰۹ زره او ۲۲۴ متریک ټنه خټکي راټول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د حاصلاتو زیاتوالی د کرنیزو نوښتونو او د مناسبې هوا پایله ده.
بل پلو ځايي کروندګر د حاصلاتو د زیاتوالي له امله خوښي څرګندوي، خو غوښتنه کوي چې حکومت دې د محصولاتو د بازار موندنې لپاره عملي ګامونه واخلي، څو دوی وکولای شي خپل خټکي په ښه بیه وپلوري.
کندوز د «خربوزې ښار» په نوم شهرت لري او د خټکیو بېلابېل ډولونه پکې کرل کېږي. د دغو ډولونو له ډلې عسقلاني او غازي خاني ډېر پېژندل شوي او خلک یې ډېر خوښوي.