د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم خپل زوی ته په لیک کې لیکلي، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی دی.
فاروق اعظم ویلي، « دا هغه څه دي، چې زه تر دغه سخت چلند ته تیار یم».
هغه دغه راز په دغه لیک کې ویلي، چې ددین، وطن او «امارت» د استحکام لپاره متعهد دی.
نن د دوشنبې په ورځ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی دی.
فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال ویلي و، ښځینه روغتیاپالانې دې هغو طالبانو ته د درس کېدو په موخه کونړ ته لاړې شي چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي.
سرچینې وايي، د فاروق اعظم له نیول کېدو وروسته د هغه دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې ده.
سرچینه وايي، « نوموړي په دې وروستیو کې لیکنې کولې او په شخصي مجلسونو کې یې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې نو له همدې امله نیول شوی دی».