طالبان وایي تېره اوونۍ یې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۹۰ زره ټنو ډېر توکي لېږدولي

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د طالبانو د ټول‌ګټو وزارت خبر ورکړی چې تېره اوونۍ یې د افغانستان د بېلابېلو بندرونو له لارې څه باندې ۹۰ زره ټنه توکي هېواد ته وارد کړي او بهر ته یې هم د صادراتو لېږد کړی دی. د دغه وزارت په وینا، ډېره برخه دغه توکي له اقینې بندر نه لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق شناس زیاتوي: «د اقینې بندر له لارې ۵۸۳۳، د تور غونډۍ نه ۱۳۱۲۰، او خواف پټلۍ له لارې یې ۱۲۱۱۶ ټنه توکي لېږدول شوي دي». د هغه په خبره، په دغه توکو کې صادرات او واردات هم شامل دي، خو ډېره برخه یې بیا صادرات جوړوي.

طالبان باور لري هر څومره چې د دوی صادرات ډېرېږي، نو په هماغه کچه کاري فرصتونه ډېرېږي او او عواید یې هم لوړېږي. طالبانو تر دې مخکې هم د دغه ډول توکو د لېږد رالېږد خبرونه ورکړي او دا جوتوي چې دا ډله اوس د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پر سوداګریزو تعاملاتو بوخته ده. د چارو کارپوهان باور لري چې د منځنۍ اسیا هېوادونو اړیکې له طالبانو سره پر سیاسي، نه بلکې پر سوداګریز تعامل ولاړې دي.

د راپورونو له مخې،‌ د منځنۍ اسیا ځنې هېوادونه د خپلو امنیتي مجبوریتونو له کبله طالبانو سره تعامل کوي او اقتصادي اړیکې هم ښايي د همدې کړۍ یوه برخه وي. که څه هم طالبان په کور دننه د اقتصادي ودې، سوداګرۍ پراختیا او مالي ځان بساینې دعوې کوي، خو په افغانستان کې لوږه، اقتصادي ناورین او بې‌وزلي ورځ تر بلې پراخېږي.

نور خبرونه

رادیو