د طالبانو د پوهنې وزارت د خوست ولایت په اسماعیل خېل مندوزي ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو د دوو لېسو نومونه چې د محمد صدیق روهي (کاندید اکاډمیسین سر څېړونکی محمد صدیق روهي) په نوم وې، بدلې کړې.
د پوهنې وزارت اړوند په یوه مکتوب کې چې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته رارسېدلې، راغلي چې د خوست ولایت په اسماعیل خېل مندوزي ولسوالۍ کې د محمد صدیق روهي د هلکانو او همداراز د محمد صدیق روهي د نجونو لېسو نومونه پر حیدرخېل نوم اړول شوي دي.
حیدرخېل په یادې ولسوالۍ کې د یوې سیمې نوم دی، خو کاندید اکاډمیسین سر څېړونکی محمد صدیق روهي د پښتو او دري ژبو او په ځانګړې توګه د پښتو ادبیاتو یو له مخکښو استادانو وو.
کاندید اکاډمیسین سرڅېړونکی محمد صدیق روهي د خوست ولایت د حیدرخېل د سموات سیمې اوسېدونکی وو او په پښتو او دري ادبیاتو کې شاوخوا ۴۰ کاله قلم چلولی دی.
روهي په ۱۳۱۲ کال کې په خپل کلي (حیدرخېل- سموات) کې سترګې دې نړۍ ته پرانېستې او په کور دننه او بهر کې یې د خپلو زده کړو له پایته رسولو وروسته په پوهنتونونو کې له استادۍ سربېره په بېلابېلو پوستونو کې کار کړی دی او بالاخره د ۱۹۹۶ کال د مې په ۱۶مه د جرمني په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د نوموړي ډېری کتابونه دمګړی هم په پوهنتونونو کې تدریسېږي او د ادبیاتو په برخه کې له مهمو ماخذونو شمېرل کېږي او همداراز په خوست ولایت کې یوه ادبي ټولنه یې هم په نوم نومول شوې ده.
لیکوالان او فرهنګپال د طالبانو دغه اقدام له ادبیاتو سره د دغې ډلې د دوښمنۍ دوام ګڼي او د طالبانو له پوهنې وزارته غواړي، چې پر خپلې دغې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي، څو د هېواد د ځلانده ستورو نومونه په دغه ډول نومونو سره تلپاتې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا پرون د طالبانو عدلیې وزارت «د مشاعرو تنظیم قانون» خپور کړ چې په کې شاعران هم محدود کړای شوي دي.
دغه قانون چې درې بابه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې لري پر بنسټ یې شاعران مکلف شوي چې اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او د مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غیر اسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د نجونو او هلکانو ستاینه یا له دوی سره دوستۍ ته له دعوتولو او د هبت الله د فرمانونو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.
دغه قانون هم ګڼ غبرګونونه راپارولي او د یو شمېر فرهنګپالو له لوري غندل شوی دی.