د بشري حقونو یوه سازمان له پاکستانه وغوښتل چې په جبري توګه د افغان کډوالو اېستل ودروي

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو یوه بله څپه پیل شوې، د بشري حقونو یوه نړۍوال سازمان له دغه هېواد غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي. دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې هم غوښتي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو سمدستي ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو دغې ډلې د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) د بشري حقونو د مدافعینو، ښځو او نجونو او د زیان‌منو افغان کورنیو د ملاتړ لپاره کمپاین پیل کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د هغو شاوخوا ۱.۴ میلیونو افغانانو د اېستلو بهیر پیلوي، چې د پي او ار کارټونه لري. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي و، چې د دې کارټونو د اعتبار موده پای ته رسېدلی او د کارټ لرونکو پاتې کېدل به په پاکستان کې غېرقانوني وي.
سربېره پر دې، شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان د «افغان تابعیت» کارټونه هم لري. پاکستاني پولیس وايي، دغه کسان هم په هېواد کې په غېرقانوني ډول ژوند کوي.
د بشري حقونو د نړۍوال فډراسیون په وینا، ډېری افغانان چې په پاکستان کې مېشت دي، د خپلو فعالیتونو له امله د طالبانو له خوا تعقیب کېږي او ښځې په افغانستان کې له محدودیتونو، ګواښونو، تاوتریخوالي او د بنسټیزو ازادیو له محرومیت سره مخ دي.
د یادې ډلې په اعلامیه کې راغلي: «هغو کسانو چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د مدني او بشري حقونو په بنسټونو کې فعالیتونه کړي، د خپلسرو نیونو، شکنجو، جبري ورکولو او ان د اعدام له جدي ګواښ سره مخ دي.»
د بشري حقونو مدافعینو په جبري ډول افغانستان ته د دغو کسانو شړل د بشري حقونو سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان د نړۍوالو قوانینو پر اساس د جبري اېستلو د اصل په رعایت کول مکلف دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په چټکۍ سره روانه او هره ورځ سلګونه کسان له دغه هېواد په جبري ډول اېستل کېږي.
د یادولو ده، چې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و چې یوازې په اګسټ میاشت کې لږ تر لږه ۶۰ زره او ۷۷۳ افغان کډوال چې د «پي‌او‌ار» او «ای‌سي‌سي» کارټونه یې لرل، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو