له ۲۳ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته لاړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د افغانستان د ۲۳ کلنو ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال په اسيا جام غوراوي سياليو کې د ګډون په موخه نن ميانمار ته روانه شوه. دغه سيالۍ به د روان ميلادي کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو ترمنځ ترسره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست نن یکشنبه د «وږي ۹مه» وویل، چې میانمار ته له ۲۳ کلونو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د روانېدو په ویاړ مراسم نیول شوي ول.

دغه اداره وايي، چې د ۲۰۲۶ له ۲۳ کلونو کم عمره ځوانانو فوټبال اسيا جام غوراوي سيالۍ به د روان ميلادي کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو ترمنځ په ۱۱ بېلابېلو ګروپونو کې پيل شي او د همدې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي، چې افغانستان به د دغو سياليو په «بي» ګروپ کې د کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

نور خبرونه

رادیو