طالبانو د غوري سیمنټو د درېیمې توليدي فابریکې د جوړولو چارې پیل کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

طالبانو د بغلان د غوري سیمنټو ددرېیمې فابریکې د جوړولو خبر ور کړی او وايي، د دې پروژې لپاره ۶۸،۸ میلیونه امریکايي ډالر بېل شوي. د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا بردار د فابریکې پرانېستونکو مراسمو کې وویل،« دا ډول پروژې کولی شي په تدریجي توګه پر بهرنیو وارداتو زموږ تکیه راکمه کړي».

طالبانو د یکشنبې په ورځ د بغلان په پلخمري ښار کې د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې جوړولو چارې پیل کړي.

طالبانو ویلي، چې د یادې فابریکي عملي چارې به تر ۱۸ میاشتو بشپړې شي او په یوه ورځ کې به تر ۵۰۰۰ ټنو سیمنټو د تولېد ظرفیت ولري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یادې فابریکي جوړول د صنعت په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره مهم ګام بولي او وايي، په یاده پروژه کې په مستیقم او غیرمستقیم ډول زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي.

ملا برادر وايي:«دا د سیمنټو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور یو مهم اقتصادي ګام دی. پر بهرنیو تولیداتو زموږ تکیه راکموي، د صنعت په پراختیا کې مرسته کوي او د اسعارو د خروج مخه نیسي. ډېر شمېر هېوادوالو ته کار پیدا کوي او په لویه کې د یو صنعتي افغانستان پر لور ګام اخلي.»

نوموړي ویلي، د یادې فابریکي د جوړولو ټولې چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي او د عملي چارو په پیل سره به په هېواد کې دننه د سیمنټو د اړتیا یو لویه برخه پوره شي.

ملا برادر زیاتوي:« افغانستان چې له پخوا راهیسې پر بهرنیو وارداتو تکیه کړې ده او زموږ د ملي بودجې زیاته برخه د وارداتو په مقابل کې ورکول کېږي. نو په هېواد کې د تولېد دا ډول پروژې کولی شي چې په تدریجي توګه پر بهرنیو وارداتو زموږ تکیه راکمه کړي او د یو تولیدي افغانستان په لور ګامونه واخلي.»

پر همدغه مهال د طالبانو د امارتي شرکتونو لوی رییس احمدجان بلال وايي، د دا ډول فابریکو په جوړولو سره هڅه کوي، افغانستان کې اقتصاد ودې ته لاره هواره کړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

نور خبرونه

رادیو