طالبان: د پولیسو په تخصصي روغتون کې د غوږ نادر جراحي عملیات ترسره شول

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې ډلې د پولیسو په تخصصي روغتون کې د غوږ داسې جراحي عملیات شوي چې په تېرو څلورو لسیزو کې نه‌ وو شوي. د یادې ډلې په وینا، روغتیاپالانو په خلاقانه توګه یوه ناروغ ته د غوږ داسې پرده نښلولې چې ورسره تر ډېره د ناروغ د اورېدو توان ډېر شوی.

دغه وزارت یک‌شنبه (وږي ۹مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه خپاره شوي پیغام کې زیاته کړې چې د پولیسو په تخصصي روغتون کې د پرمختللو وسایلو او امکانو په موجودیت کې اوس د پېچلو جراحي عملیات امکان شونی دی.

طالبان په داسې حال کې د پرمختللو جراحي عملیاتو په برخه کې د بریا خبره کوي چې ډېری هېوادوالو د افغانستان انټرنشل-پښتو په ګډون له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د هېواد په روغتیايي سېسټم جدي نیوکې کړې دي.

هېوادوال وايي چې تر ډېره په روغتیايي سیسټم کې درمنلې ته د سوداګرۍ په سترګه کتل کېږي او طالبان د دغه مسالې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

نور خبرونه

رادیو