د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) د غزني تخنیکي پوهنتون د اتمې دورې په فراغتغونډه کې له تازه فارغو شویو زده کړیالانو وغوښتل، چې د افغانستان د دوښمنانو «دسیسو» او بې ځایه «تبلیغاتو» ته پام ونه کړي او په خپل هېواد کې پاتې شي.
ندا محمد ندیم په دې غونډه کې زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل، «نظام تاسو ته اړتیا لري او تاسو هڅه وکړئ، چې د خپل مسلک او رشتې مطابق د افغانستان په بیارغونې او پرمختګ کې ونډه واخلئ.»
سره له دې چې اوسنی نظام ټول له ملایانو جوړ دی او ډېری تحصیل کړي ځوانان بېکاره دي، خو ندیم د اوسني نظام ساتنه د ځوانانو مکلفیت یاد کړ.
د یادونې وړه ده، چې د غزني تخنيکي پوهنتون د اتمې دورې له الکترو میخانیک، جيولوژي او کانونو پوهنځیو ۱۴۴ کسان فارغ شول.
دا په داسې حال کې ده، چې له څلورو کلونو راهیسې هېڅ نجلۍ زده کړیاله له پوهنتونه نه ده فارغه شوې او طالبان له نړۍوالو فشارونو سره سره نجونو زده کوونکو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو د دوام اجازه نه ورکوي.