جرمني ته له اسلام اباده راتلونکې دوشنبه ۴۷ افغانان لېږدول کیږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د دوشنبې په ورځ شاوخوا شپږ افغانې کورنۍ، چې ۴۷ تنه کیږي، له اسلام اباد نه د جرمني د هانوفر لینګن‌هاګن هوايي ډګر ته لېږدول کیږي.

د جرمني اې ار ډي ټلویزیون وايي، چې دغه افغانان ټول د برلین محکمې له پرېکړې وروسته د راتګ اجازې لري او د استانبول له لارې په انتقال شي.

د هانوفر په لینګن‌هاګن هوايي ډګر کې کوزېدونکي دغه ۴۷ افغانان به لومړی د فریدلند د سرحدي تېرېدنې مرکز ته انتقال شي او بیا نورو ځایونو ته وېشل کېږي.

د اې ارډي د سویلي اسیا سټوډیو د معلوماتو له مخې، دغه۴۷تنه افغانان، چې د جرمني په اداري محکمه کې یې خپلې عریضې وړاندې کړې وې، د ویزو له ترلاسه کولو وروسته د دوشنبې په ورځ په هانوفر هوايي ډګر کې ښکته کیږي.

دا د هغو۲،۳۰۰ کسانو له ډلې دي، چې جرمني د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته د خونديتوب ژمنې ور کړې دي.

د جرمني د حکومت د معلوماتو له مخې، په تېرو څو اونیو کې شاوخوا ۴۵۰ افغانان چې د راتګ اجازه یې درلوده، د پاکستاني چارواکو له خوا ونیول شول، چې له دې ډلې له ۲۰۰زیات بې اسنادو افغانان افغانستان ته وشړل شول. په دې کې یوه افغانه ښځینه ډاکټره او د هغې څلور ماشومان هم شامل دي.

هغې او د هغې ماشومانو په پاکستان کې د انتظار پرمهال جرمني ژبه زده کړې وه.

په تېرو څو اونیو کې څو اداري محکمو پرېکړه وکړه چې د جرمني حکومت قانوناً مکلف دی چې د ژمنلیکونو درلودونکي افغانان ومني.

نور خبرونه

رادیو