ایرانی چارواکی: هېواد مو باید له افغانستان سره د سوداګرۍ فرصتونه له لاسه ور نه‌کړي

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

په ایران کې د بیرجند سوداګرۍ خونې مشر علي‌رضا خامه‌زر د سوېلي خراسان د اقتصادي فعالانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې باید له افغانستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې ټول خنډونه له‌منځه یوسي او له شته فرصتونو دې ګټه واخلي.

هغه همداراز غوښتنه کړې چې د پانګونې په برخه کې هم شته محدودیتونه او سیاستونه باید اصلاح شي. په یاده ناسته کې د ایران د صادراتو پراختیا په تړاو هم بحثونه شوي او ټینګار شوی چې له افغانستان سره دې د سوداګرۍ لا پراختیا لپاره پر لارو چارو فکر وشي. د بیرجیند ولایت د دغه ناستې پر مهال د صادراتو، پانګونې او زیربنایي پروژو موضوعات د غونډې اساسي محور و.

علي‌رضا خامه‌زر په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې د ایران او افغانستان سوداګریز توازن تل مثبت پاتې شوی او هېڅکله هم د دوی واردات له دې ګاونډي هېواد څخه له ۱۰۰ مېلیونه ډالرو پورته نه دي تللي. د ده په وینا، اړینه ده له افغانستان سره اقتصادي فرصتونه وساتل شي، تر څو د دغه ولایت او د ایران سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.

هغه د سوېلي خراسان زیربنایي پروژو ته په اشارې سره زیاته کړه: «د سړک د ۱۵ کلنې پروژې ډېره برخه بشپړه شوې او لږه پاتې ده. هر کله چې دا سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو نو سترې اقتصادي ګټې به د ولایت او ټول هېواد لپاره ولري».

د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مشر د سوداګرۍ پر وړاندې د بانکي محدودیتونو او ستونزو یادونه هم وکړه. هغه وویل: «د افغانستان د سیاسي بدلونونو وروسته د افغان پانګوالو ډېری پانګې ایران ته نه شي داخلیدای او لامل یې د بهرنیو پانګونو د محدودولو قوانین او د بانک مرکزي سیاستونه دي».

د بیرجند د سوداګرۍ خونې مشر ویلی چې د اوسنیو پیسو سیاستونه او د بانک مرکزي د اسعارو ژمنې زموږ د ایراني توکو نړۍواله سیالۍ کمه کړې ده. هغه وایي: «تېر کال د ایران صادرات ۶۴ میلیارده ډالر وو، په داسې حال کې چې د سیمې سیال هېوادونه لکه ترکیه ۲۸۴ مېلیارده او امارات ۸۰۰میلیارده ډالر صادرات لرل. دې محدودیتونو زموږ خصوصي سکټور د نړۍوالو بازارونو په سیالۍ کې وروسته پاتې کړی دی».

ایراني سوداګر باور لري چې د اسعارو د سیاستونو اصلاح، د بهرنۍ پانګې د ور ننوتلو اسانول او د زیربنایي پروژو پیاوړتیا د دوی د هېواد د اقتصادي ودې تر ټولو مهمې لارې دي. ایران او پاکستان د افغانستان لپاره د سوداګرۍ تر ټولو مهم شریکان دي، خو هر وخت سیاسي لانجو کونجو دا سوداګري سخته زیانمنه کړې هم ده.

نور خبرونه

رادیو