روسیې خبرداری ورکړی چې ناټو غواړي بېرته افغانستان ته پوځي ځواکونه راولي

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

کراډل انلاین خبري مجلې لیکلي، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د اګست پر ۲۹مه لوېدیځ استخباراتي ادارې تورنې کړې چې غواړي افغانستان بې‌ثباته کړي او د ناټو پوځي تاسیسات بېرته جوړ کړي.

شویګو د روسیسکایا ګازیتا دولتي ورځپاڼه کې خپره شوې مقاله کې لیکلې، روسیه غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي چې دا هېواد د امریکا تر شل کلنې جګړې او اشغال وروسته بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

هغه تور پورې کړ چې واشنګټن په جګړه کې دوه ټریلیونه ډالر ولګول، خو نه یوازې دا چې افغانستان یې ویجاړ کړ، بلکې د کوکنارو کاروبار ته یې هم وده ورکړه.

د هغه په خبره، د کوکنارو تولید د ۱۹۸۰ مو کلونو پر مهال مجاهدینو د امریکا استخباراتي ادارې په ملاتړ پراخ کړ، خو طالبانو په تېره واکمنۍ کې بند کړ، کله چې په۲۰۰۱ کال کې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، امریکا پلوه جګړه مارو بیا دې کښت ته مخه کړه.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې تر بیا واکمنېدو وروسته د هیرویینو سوداګري نږدې ختمه کړه.

شویګو خبرداری ورکړ چې اوس هم په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ نړیوالې توندلارې ډلې فعالیت لري، چې تر ټولو لوی ګواښ د داعش خراسان څانګه ده.

هغه زیاته کړه چې لوېدیځ ځواکونه غواړي د ناټو پوځي ځواکونه بېرته سیمې ته راولي. د شویګو په وینا، مسکو تیار دی له طالبانو سره تراهګرۍ ضد او نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانستان د قانون پلي کوونکو ادارو له لارې مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو